ښه خبر؛ هېواد کې د کرونا پېښې په کمېدو دي

خبریال وېبپاڼه/ سره له دې چې په هېواد کې د کرونا ویروس دوهمه څپه نه ده کنټرول شوې، خو د عامې روغتیا وزارت وايي چې د دغه ویروس مثبتې پېښې په کمېدو دي.

یاد وزارت ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې ۸۴ نور کسان په دغه ویروس اخته شوي چې له دې سره پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۵۳ زره او ۶۶۴ ته ورسېد.

د یاد وزارت په وینا، په همدې موده کې پر کرونا اخته شپږ تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۹۹ نور بیا روغ شوي دي.

د معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد له کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر دوه زره او ۳۱۴ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۴۴ زره او ۸۱۰ ته رسېدلی دی.

که څه هم د عامې روغتیا وزارت ویلي چې د کرونا مثتبې پېښې په کمېدو دي، خو وايي چې دا په دې معنا نه ده چې دلته دې د دې ویروس دوهمه څپه پای ته رسېدلې وي.

دغه وزارت خبرداری ورکړی که چېرې خلک روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونه نیسي او بې‌ غوري وکړي؛ نو هره شېبه د کرونا ویروس د درېیمې څپې د راتلو امکان شته.

دغه راز له انګلستان څخه د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته د کروناویروس د نوې بڼه رارسېدلې او د روغتیا مسوولین یې اندېښمن کړي او وايي چې دغو هېوادونو ته د تګ راتګ له امله به په افغانستان کې د کروناویروس دویم ډول په پراخه توګه خپور شي.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې خپور او په چټکۍ سره په نړۍ کې په مرګونې ناروغۍ بدل شو.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More