The news is by your side.

هغه هېواد چې ۵ ښځينه و پکې يو نارینه رسېږي

خبريال وېبپاڼه/ يو له هغه هېوادونو څخه چې نفوس یې کم او مساحت یې ډېر زيات دی اسټراليا ده، ددې هېواد مساحت د اوه نیم میلیون کيلومترو څخه زيات دی خو نفوس يې بيا د افغانستان له نفوس څخه هم کم دی، د وروستيو ارقامو په بنسټ په دې هېواد کې ۲۴ ميليونه خلک ژوند کوي.

ددې هېواد د نفوس په موجود جوړښت کې هم د کډوالو رول ډېر زيات دی، اسټراليا يو له هغه هېوادونو څخه ده چې د ژوند شرایط پکې ډېر لوړ دي او ښه اقتصاد لري، له همدې کبله دې هېواد ته د نورې نړۍ له سراسر څخه کډوال ورځي، البته دا هېواد د هر ځای کډوال هم نه مني، د کډوالو د منلو لپاره ډېر ځانګړي شرايط لري.

د نارينه و کم والی

په اصل کې په آسټراليا کې د ښځينه و او نارینه و د نفوس ترمنځ لوی توپير نه ليدل کېږي، تقريباً ددې هېواد نفوس د نيمايي څخه لږ زياتې مېرمنې دي، خو د پام وړ خبره داده چې ددې هېواد په ښارونو کې بيا نجونې او مېرمنې زياتې دي، د مالوماتو په بنسټ په لويو ښارونو کې هرو پینځو ښځو ته یو نارینه رسېږي.

له همدې کبله د اسټراليا نجونې ډېر وخت ځانته برتانوي او يا امريکايي ملګري لټوي، دوی ډېری برتانیا او یا هم امريکا ته د خپل سفر په وخت کې ځانته يو ملګری پيدا کوي او بيا یې ورسره اسټرلیا ته بيايي.

هغه کډوال چې انګلسي ژبه یې سمه زده ده هم په دې هېواد کې د اسټراليايی نجونو له سترګو نه لوېږي، دوی په دې هېواد کې د کډوالو سره په اړیکو جوړلو کې ښه نوم لري.

يوه متفاوته ځمکه

اسټراليا د نورې نړۍ سره يو بدل يو متفاوت هېواد دی، په دې کې ډېر رول ددې هېواد د مساحت دی، د ۲۴ ميليونه نفوس سره دومره لوی هېواد استرالیا ته ځينې ځانګړنې وربخښلی دي.

په آسټراليا کې ساحلونه يا د سمندر غاړې د بل هر هېواد څخه زيات دي، ددې هېواد ډېري خلکو په ساحلونو کې يا په داسې ځای کې چې ساحلونو ته نېږدې وي ژوند کوي.

د اسټراليا بله خوشبختي دا ده چې دلته به ستاسې سږي خوشحاله وي، مطلب ددې هېواد هوا په نړۍ کې يو له پاک ترينو هواوو څخه ده.

اسټراليا کې له یو میلیون څخه زيات اوښان ژوند کوي، ويل کېږي دا اوښان ډېر پخوا د منځنی ختیځ څخه هلته وړل شوي او بيا پسې ډېر شوي دي، څه موده وړاندې ددې هېواد حکومت ګڼ شمېر اوښان په دې سبب ووژل چې زياتې اوبه څښي، د اسټراليا د حکومت دا کار د حيواناتو د حقوقو د فعالينو د سختو نيوکو لاندې راغلی و.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.