The news is by your side.

نجونې له دې ۵ ځانګړنو لرونکو نارينه څخه ژر متاثره کیږي

خبريال وېبپاڼه/ د انسان شخصيت د هغه له خويونو او عادتونو څخه جوړېږي، د انسان همدا شخصيت بيا د نورو انسانانو سره د اړيکې په جوړېدو کې بنسټيز رول لري، په دې ليکنه کې د هغه خويونو څخه بحث کېږي چې نجونې يې په يو نارينه کې غوره ګڼي او زر ترې متاثره کیږي.

انسان په طبعي ډول دداسې يو چا دوستي غواړي چې دی ورباندې ډاډه وي او دده مرسته وکولی شي، هېڅوک هم دداسې يو چا سره دوستي نکوي چې هغه دې هېڅ ډول وړتیا او موقعيت ونلري، نجونې هم هغه ډول نارينه خوښوي چې غښتلی شخصیت ولري او دوی یې په خوا کې ځان په امن او ډاډ کې وګڼي.

په غوسه باندې کنټرول درلودل يو له نادرو پيدا کېدونکو خاصيتونو څخه دی، ډېر کله نارينه خپله غوسه نشي کابو کولي، کله چې غوسه شي بيا نو هرڅه کوي هرڅه ماتوي، نجونې د هغه ډول نارينه څخه ژر متاثره کیږي چې پراخه سينه ولري او د پېښو په وړاندې یې غبرګون احساساتي نه عاقلانه وي.

مجادله او مبارزه هغه څه دي چې ډېری کسان یې پيل کوي خو ډېر ژر يې بېرته پرېږدي، په ژوند کې د بريا لپاره پرلپسې مجادله اړينه ده، د نن زمانې لوستې نجونې هم مجادله کوونکي نارينه خوښوي، داسې نارينه چې په يو کار کې ډېر زيات شکست هم وخوري بيا پاڅېږي د خپلو غلطیو درس اخلي او بيا يې پيل کوي.

ليډر انسان، د ليډر روح لرونکي کسان تل په هر ځاي کې چې وي سمدلاسه د اداري چارې په لاس کې اخلي، خلک ورباندې باور کوي، نجونې دا ډول نارينه ډېر خوښوي چې د کارونو مشري په غاړه اخلي او مسولیت مننونکي او پالونکي وي.

ژوند روان دی تېرېږي، هر انسان به سبا د تېرې ورځې ارمان کوي او فکر به کوي چې پرون څومره ښه ورځ وه، له همدې کبله د روزګار د مصروفیت او مسولیت سره سره انسان بايد کله کله پاڅېږي او د هرڅه لرې يوه د ارام ساه واخلي، نجونې هم دا ډول نارينه خوښوي چې د ژوند په مصروفیتونو کې ورڅخه ژوند هېر نشي، بلکې د ژوند خوشحالۍ هم وپالي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.