The news is by your side.

د وېښتانو تویېدو سببونه، طبي او کورنۍ درملنې

خبريال وېبپاڼه/ د وېښتانو د تویېدو ستونزه اوس نه يوازې د پاخه عمر کسان کړوي بلکې اوس ځوانان هم له دې ستونزې څخه سر ټکوي، دلته بايد دوه څیزونو ته پام وشي چې د وېښتانو نورمال تويېدل له غيرې نورمال څخه بېل شي، په طب کې د ورځې سل دانې وېښتان تويېدل نورمال بلل کېږي خو له سلو وروسته بيا دا د يوې ستونزې په ډول منل کېږي او بايد د تداوۍ غم یې وسي.

څه ډول پوه شو چې وېښتان مو له نورمال څخه زيات تويېږي؟

په لاس کې مو د خپل سر ۲۰ يا ۳۰ وېښتان ونيسي او کش یې کړئ، که تر پينځو وېښتانو زيات وختل يا تويې شول نو په دې مانا چې وېښتان مو په غیرې نورمال ډول زیات تويېږي.

د وېښتانو د تویېدو سببونه

په ځينو کسانو کې هورموني بدلونونه، ځينې درمل کارول، سم خواړه نه خوړل او يا هم ډېر تشويش کول ډېره اندېښنه کول په ډار کې اوسېدل د وېښتانو د تویېدو سبب کېږي.

د کم خونۍ یا د وينې کم والي، روماتیزمو، شکر د تيرويد د غدې د ناروغیو غوندې ناروغۍ هم د وېښتانو د تویېدو سبب کېږي.

په ځينو کسانو کې بيا د سر ویښتان په پر پرلپسې ډول تويېږي چې په لوی احتمال ددې کسانو سبب جنتيک يا ارثی دی، يانې دا ستونزه ددوی پلار او نورو هم درلودله، ددې ډول کسانو لپاره يوازنۍ تداوي د نويو وېښتانو ایښودل دي.

څېړنو ښودلې ده چې د اړتيا څخه زيات ويټامين اې تقويوتي درمل هم د وېښتانو د تویېدو سبب کېږي.

پخپلو وېښتانو غیرې صحي، بازاري سپرې، کریمونه او ژېل وهل هم ددې ستونزې سبب کېدی شي.

که په سم ډول يو کس تغذيه نشي، د اړتیا وړ پروتين وانخلي نو بدن د وېښتانو لپاره کوم پروتين نلري او هغه ځايونو ته يې استوي چې هلته پروتینونو ته حياتي اړتيا موجوده وي، په داسې وخت کې وېښتان بدون له پروتینو پاتې کېږي، خورېږي او تويېږي.

د وېښتانو د تویېدو مخنیوی او تداوي

د وېښتانو د تویېدو د مخنیوي لپاره باید په دې باندې پوه شئ چې د وېښتانو د تویېدو اصلي سبب څه شی دی.

د وېښتانو د تویېدو په ځانګړي ډول د ښځينه و
د نازکو شویو وېښتانو د تویېدو د مخنیوي او د وېښتانو د غښتلي کولو لپاره د (Rogaine) درمل بدون له نخسې څخه کارول کېدی شي، دا د درمل د امريکا د متحده ايالاتو د FDA لخوا تاييد شوي دي.

د نارينه و د وېښتانو د تویېدو د مخنیوي لپاره د (Propecia) درمل کارولو سپارښتنه کېږي، دا درمل صرف د نارينه و لپاره دي او د امريکا د متحده ايالاتو د FDA ادارې لخوا تاييد شوي دي، دا درمل په نسخه باندې خرڅېږي.

که مو وېښتان د بدن د شديد التهاب له کبله تويېږي نو بيا Kortikosteroid د ډاکټر لخوا ستاسې د سر په پوستکي کې يا پوستکي ته ورپېچکاري کېږي.

کورنۍ درملنې

د وېښتانو د تویېدو د مخنیوي لپاره کولی شی د الوېرا څخه کار واخلی، د سر په پوستکي مو د الوېرا ژېل ورو وموښئ، مساج ورکړئ، دوه درۍ ساعته یې همداسې پرېږدئ او وروسته په تودو اوبو باندې خپل سر ومينځئ، دا کار په اونۍ کې دوه درۍ ځله وکړئ، دا کار ستاسې په سرکې يا مو د سر د پوستکي التهاب او بخار له منځه وړي.

د وېښتانو د تویېدو د مخنیوی لپاره د پيازو له اوبو څخه هم ګټه اخيستلای شئ، د پيازو اوبه قوي انتي اوکسيدان لري چې ستاسې د سر پوستکی له بکتریاوي ناروغیو څخه پاکوي او ژغوري، تاسې کولی شی يو پياز له ماشين وباسئ وروسته یې اوبه ترې بېلې کړئ، وروسته مو په دې اوبو سر ته مساج ورکړئ، اوبه مو د وېښتانو بېخونو ته ورسوئ، د نيم ساعت لپاره مو دا اوبه په سر پریږدی، دا کار د يوې مياشتې لپاره په اونۍ کې دوه يا درۍ ځلې ترسره کړئ.

دوه درۍ پليه اوږه يا د اړتیا وړ اوږه راواخلئ او اوبه يې ترې وباسئ، د درملتون څخه د ويټامين اي e درمل واخلی، دا دواړه سر ګډ کړئ او بيا مو یې د وېښتانو بېخونو باندې وموښئ، هڅه وکړئ چې وېښتان مو دا اوبه جذب کړي، نيم ساعت دا اوبه همداسې پرېږدئ، او وروسته مو وېښتان په ګرمو اوبو پرېمينځئ، دا کار په اونۍ کې يو يا دوه ځله ترسره کولی شئ.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.