The news is by your side.

د دوو ماشومانو ژوند يې بچ کړ خو ۸ کاله زنداني شو، مګر ولې؟

خبريال وېبپاڼه/ ځينې وخت د هغه متلونو او ويناوو له عملي پېښو سره مخ کېږو چې موږ یې په نورمال ژوند کې کاروو، په روسیه کې د يوه کس سره تازه همداسې پېښه شوې ده، دې کس ددوو ماشومانو سره ډېر هم وکړل خو پايله يې د مرسته کوونکي لپاره ډېره دردونکې شوه.

ويلاديمير سانکين په روسي رسنیو کې سرټکی دی، هغه د يوه کس څخه چې نيت یې درلود په دوو ماشومانو تېری وکړي وژغورل.

د زيستيو په نامه یوه روسي دوه ماشومان چې د لومړي عمر ۱۱ کاله او دوهم ماشوم عمر بيا ۱۴ کاله و د خپل کور په ځای بل ځاي ته يوړل او هلته یې په هغوی د تجاوز هڅه وکړه.

د ماشومانو څخه يوه يې په تېښته بريالی شوی و

دا دوه ماشومان زیستیو ته امانت شوي و چې د روسيې په اوفا ښار کې یې خپل کور ته ورسوي، خو نوموړي دا دواړه ماشومان د هغوی کورونو ته ونه رسول او يوه بل ځاي یې وړي او هلته یې ورباندې د تېري هڅه وکړه.

زيستيو دا دوه ماشومان خپل شخصي ځاي ته يوړل او هغوي دواړو ته يې شراب ورکړل، د شراب ورکولو وروسته نوموړي ددې ماشومانو څخه غوښتي و خپلې جامې وباسي خو ماشومانو دده دا غوښتنه رد کړې وه، زيستيو ماشومان ګواښلي چې که يې خبره ونه مني نو دی به يې ټوټې ټوټې کړي.

د ويلاديمير سانکين مېرمن

ددې دوو ماشومانو څخه يو يې په دې بريالی شوی و چې د زيستيو څخه وتښتي، دې ماشوم د تېښتې وروسته په سيمه کې د ويلاديمير سانکين څخه مرسته وغوښته او هغه ته یې ټول حال بیان کړ.

د سيمې د ځايي رسنیو د خبر په بنسټ کې ويلاديمير د تښتېدلي ماشوم د خبرو وروسته د زيستيو ځائ ته ورغلی او هلته یی د‌هغه سره فزيکي وهل ټکول پيل کړي دي، د پاتې ماشوم د خلاصولو لپاره سانکين متجاوز زيستيو سخت وهلی دی او په پای کې زيستيو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

په سيمه کې خلکو رسنیو ته ويلي چې وروسته پوليس راغلل او ويلادمير سانکين يې ونيوه او لاسونه یې ورته ولچک کړل، ويلادمير سانکين ويلي دي چې زيستيو دده له وزلو هخوا د خپل بدن د هوا د ډېرې سړېدو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

پیښمانه نه يم

په داسې حال کې چې ويلاديمير سانکين ددوه ماشومانو ژوند بچ کر خو د پوليسو له لوري د هغه نيول کېدو ګڼ غبرګونونه راوپارولي دي، ويلاديمير سانکين رسنیو ته پخپلو خبرو کې ويلي دي چې دی پخپل کار نه دی پیښمانه.

ده ويلي چې دده په وړاندې دوه چانسونه و، يا به يې ماشومان زیستیو ته پریښودل چې تېري ورباندې وکړي‌ او يا به يې هم د‌هغوی مرسته کوله او هغوی به يې ژغورل، سانکين زياتوي چې که دده په ځای هرڅوک وی نو دا ماشومان به یې ژغورل ځکه هېڅوک دا نشي زغملی چې يو څوک په دې چا تېری کوي او دوی دې ورته همداسې ګوري.

۸ کاله زندان

په روسیه کې محکمې ويلادمير سانکين په اته کاله بند محکوم کړی دی، که څه هم عدلي راپور ښيي چې تېری کوونکی د بدن د تودوخې د راټيټېدو له کبله مړ شوی دی خو د بلې خوا بیا محکمه وايي چې زيستيو ډېر شديد وهل شوی دی چې د مرګ سبب یې شوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.