The news is by your side.

څنګه کولی شو د زړه تنګون له رنځه ځان خلاص کړو؟

خبریال وېب پاڼه/ دې وروستیو وختونو کې زړه تنګون خلکو او په ځانګړې توګه نویو ځوانانو ته په یوه رنځ بدل شوی.

د زړه تنګون ستر لامل وزګارتیا ده، کله چې موږ په معقولو او ګټورو لارو چارو نه یوو بوخت نو پر زړه تنګون مو د اخته کېدو امکان زیات وي.

زړه تنګون یوه رواني ناروغي بللی شو چې د زیاتېدو په صورت کې پر ژور خفګان هم بدلېدی شي او ځیني وختونه زړه تنګون مهال کې انسانان ځان ته پر زیان رسولو هم اړیږي، دا چې دا ستونزه اوس ډېرو ته په یو رنځ بدله شوې نو ترې خلاصون یې خورا اړین دی.

د زړه تنګون له ستونزې نه د خلاصون لپاره باید هڅه وشي چې ډېر وزګار پاتې نه شو یعنې بې کاره کېننو او په ګټورو لارو چارو ځان بوخت کړو.

له دې ستونزې نه د وتلو لپاره لومړنۍ لار مطالعه ده. په وزګار وخت کې د زړه تنګېدو له کبله کتاب ته پناه یوسﺉ، ځکه کتاب ډېر داسې څه لري چې پام مو په بله اړوي، یو خو دا چې خپل وخت به مو ارزښتناک مصرف کړی وي، له کتاب به مو ډېر څه زده کړي وي، د زړه تنګون له ستونزې به وتلي یوو او بل به مو مطالعه ورځنۍ چاره او عادت وګرځي.

دویمه لار یې له هغو نږدې ملګرو سره بنډار کول دي چې د زړه هره خبره ور اورولی شﺉ، ځکه د بنډار وخت کې به ډېرې داسې نا ویلي سره شریکې کړﺉ چې زړه کې مو ګرځي په دې ډول به مو زړه هم سپک شي او هغه خبرې چې تاسې بار بار ځوروي، له یو چا سره په شریکولو به یې له ځور ځان خلاص کړﺉ. یا کور کې له ماشومانو سره وخت تېر کړﺉ، ځکه ماشومانو سره لوبې او ساعت تیري ستاسې خفګان، زړه تنګون او ستونزې در نه بیخي هېروي.

درېیمه لار یې له کور بهر یا په کور دننه قدم وهل دي. د قدم وهل یو دا چې روغتیایي ګټه لري بلکې ذهن مو هم فعال ساتي او ډېرې هغې نا ویلې کیسې او خبرې چې ځان ته یې نه یې شﺉ بیانولی، د قدم وهلو موده کې یو یو ذهن ته درځي، په دې توګه به له ځان سره ښه وخت تېر کړﺉ او ذهن به مو هم فعال پاتې شي.

څلورمه لار یې د موسیقۍ اورېدل دي. خو د څه ډول موسیقۍ؟
پام مو وي چې د زړه تنګون پر مهال د غمجنې او ارامې موسیقۍ له اورېدلو ډډه وکړﺉ، ځکه داسې موسیقي مو حالت نور هم بدترولی شي نو اړینه ده چې د زړه تنګون مهال کې مسته موسیقي یا هغه سندرې واورﺉ چې روحیه مو پیاوړي کوي او پر ځان باور مو ډېروي، په دې توګه به د زړه تنګون ستونزې نه هم راووځﺉ، له موسیقۍ به خوند واخلﺉ او پام به مو بدل شي. یا له طبعیت، ګلانو او ونو بوټو سره وخت تېر کړﺉ، دا مو هم پام په بله اړوي, زرغون ځایونه مو ستړیاوې لېرې کوي او ذهن مو اراموي.

آمنه خان عزیزي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.