The news is by your side.

جرمني کې د افغان لوبغاړي لوی سپکاوی وشو

خبريال وېبپاڼه/ د پاکستان او ايران پرته اوس په اروپايي هېوادونو کې هم د افغان کډوالو شمېر د پام وړ زيات شوی دی، څومره چې ددوی شمېر زياتېږي همدومره یې په ټولنيزو فعاليتونو کې ونډه هم زياتېږي خو له بده مرغه ځینې وخت په دې ټولنو کې نه قبلېږي او د ګڼو ستونزو سره مخ کېږي.

اوس تازه افغان لوبغاړی چې د جرمني د لیورکوزن ښار په لوبډله کې لوبه کوي د قومي تبعیض او سپکاوي سره مخ شوی دی.

د جرمني د رسنیو د خبر په بنسټ په دې هېواد کې نديم اميري چې د بایر لیورکوزن په لوبډله کې لوبه کوي د اونيون برلين د لوبډلې له لوري د تبعيض او سپکاوي سره مخ شوی دی.

ددې لوبډلې یوه لوبغاړي یوناتن تاح په جرمني کې يوه ځايي سپورټي چينل ته ويلي دي چې اونيون برلين د لوبډلې د لوبغاړو لخوا نديم اميري ته سپکاوی شوی دی او هغه افغان کثيف ويل شوي دي.

دا کلمه تر ډېره ايرانيان په دې هېواد کې د موجودو افغان کډوالو لپاره کاروي، اوس تازه دا کلمه « افغان کثيف» په جرمني کې هم د يوه افغان کډوال لپاره کارول شوې ده.

د انيون برلين لوبډل مشر وار له مخه بخښنه غوښتې

د اونيون برلين روزونکي لوبډل مشر په دې هکله وويل چې دی به د تبعيضي چلند په هکله جدي پوښتنه او تحقيق وکړي، ښاغلي اورس فیشر وويل چې که چېرته په ريښتيا داسې شوي وي نو دی له همدا اوس څخه ددې کار په هکله بخښنه غواړي.

د باير ليور کوزن لوبغاړي یوناتن تاح وويل چې دا ډول رفتار ورته هېڅ د منلو نه دی، دا دا خبرې دغلته د یوه سپورټي چينل سره په خبرو کې وکړی، تاح زياته کړه چې دا د فوټبال ميدان دی دلته ددې ډول چلند هېڅ ځای نشته دی او دوی به يې اصلا ونه مني.

پخپله افغان لوبغاړی څه وايي؟

هغه افغان لوبغاړي چې ويل کېږي چې سپکاوی ورته شوی دی ښکاري چې تراوسه په دې مسله خاموش دی، نديم اميري هغه افغان کډوال چې په جرمني کې سپکاوی ورته شوی دی تراوسه یې پخپله په دې هکله څه نه دي ويلي.

په جرمني کې په ټوله کې اوس د کډوالو شمېر په تاریخي ډول زيات شوی دی، په دې هېواد کې اوس په لکونو سوري، عراق، ايراني او افغان کډوال مېشت دي.

په دې هېواد کې د کډوالو د شمېر د زياتېدو سره ددوی سره ناوړه چلند او سپکاوی هم زيات شوی دی، د جرمني يوه برخه خلک ددې هېواد د حکومت د کډوالو له پاليسۍ سره مخالف دي او نه غواړي له نورو هېوادونو دومره کډوال ومني.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.