The news is by your side.

ولسمشر بلاخره خپله پرېکړه اعلان کړه، خو عملي به یې کړي؟

خبريال وېبپاڼه/ ولسمشر غني بلاخره په بلخ ولايت کې د یوه تښتول شوي ماشوم په هکله د خپل يو جدي اقدام خبر ورکړ، ده په بلخ ولايت کې حکومتي چارواکو ته ويلي دي که ددې ماشوم د راخلاصولو چاره نهايي او يوې پايلې ته ونه ورسوي نو دوی به ټول له دندې لرې کړي.

ولسمشر غني په داسې حال کې د بلخ ولايت چارواکو ته دا ګوتڅنډنه کوي چې اتيا ورځې کېږي په دې ولايت کې د انسان تښتونکو له لوري یو ماشوم تښتول شوي دی چې تراوسه يې امنيتي ځواکونه په خلاصون نه دي بريالي شوي.

د خلکو نیوکې زیاتې دي

دا مسله اوس د افغانستان پرته نړيوالو رسنیو هم راپورته کړې ده، په ټولنيزو رسنيو کې د هغه مظلوم ماشوم انځور لاس په لاس کېږي چې د تښتولو وروسته کلک تړل شوی دی، ددې ماشوم نیمې جامې نشته او سخت بې وسه او تر ظلم لاندې ښکاري.

په افغانستان کې دننه خلکو په حکومت باندې تور پورې کړ چې تقريباً په دریو میاشتو کې ددې ماشوم کوم درک نه دی لګولی، خلک د حکومتي چارواکو نیت او ان د بلخ ولايت د امینتي ځواکونو وړتيا ته ګوته نيسي.

په ټولنيزو رسنيو کې خلکو حکومت غندلی دی او دا یې ورته د شرم خبره بللې ده چې په ۸۰ ورځو کې د یوه تښتول شوي ماشوم درک ونه لګاوه او هغه یې د وحشي انسان تښتونکو له منګلو خلاص نه کړ.

د ولسمشر خبرې ته به څوک غوږ ونيسي؟

ولسمشر غني په داسې حال کې د بلخ ولايت د چارواکو د له دندې لرې کولو ګواښ کړی دی چې په دې ولايت کې دده د کله دوست کله دښمن عطامحمد نور راج چلېږي.

ددې ولايت ډېری امنیتي چارواکي او مشران د عطامحمد نور کسان دي چې د ولسمشر غني څخه ډېر هغه ته غوږ نيسي.

تر دې وړاندې هم کله چې ولسمشر غوښتي په بلخ ولايت کې کوم بدلون راولي نو د عطامحمد نور سره د معاملې پرته په هېڅ ډول بدون راوستلو نه دی بریالی شوی.

که د ولسمشر غني خبره جدي ونيسو نو اوس به دوه کاره کېږي، يا خو به د بلخ ولايت امنيتي چارواکي او ځواکونه هڅه کوي او حتماً به دا ماشوم د وحشي انسان تښتونکو له منګولو څخه ژغوري او یا به هم ولسمشر غني ددې دندو ته د پای ټکی ږدي.

دا به وخت فيصله کوي چې ايا امنیتی ځواکونه او چارواکي به دا ماشوم د انسان تښتونکو له لاسه خلاص کړي که نه، که خلاص شي نو ښه او ته ښه، او که خلاص نشي ولسمشر غني به د خپلې پرېکړې او اقدام د عملي کولو امتحان ورکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.