The news is by your side.

هغه ۵ خواره چې جنسي ځواک او سيستم غښتلی کوي

خبريال وېبپاڼه/ که غواړئ چې د بدن يو ځانګړی سيستم مو غښتلی کړی نو پکار ده د هغه سيستم د اړتیا وړ مواد ورزیات کړی ترڅو هغه سيستم تر نورو غښتلی وي، په دې ليکنه کې موږ د کور+ والي د طاقت د زياتونکو خوړو په هکله درته معلومات درکوو.

•- د خپل ج+ سي قوت د زياتېدو لپاره کولی شی چې د شاتو څخه ګټه واخلئ، خو په دې هکله بايد د شاتو د اصلي والي خيال وساتی، څېړنو ښودلې ده چې د اصلي شاتو د کارولو سره د نارينه و د جنسيت هورمون زياتېږي، که غواړی چې له شاتو بېخي زياته ګټه واخلئ بيا نو ورسره اوږه هم ګډه کړئ، مثال سهار په يوه کاشوغه شاتو کې څو پليه اوږه ورميده کړئ او نوش جان يې کړئ، اوږه ستاسې سره مرسته کوي چې د وينې جريان مو چټک شي او بدن مو ځواکمن او چټک وي‌

•- د کور+ والي د طاقت د زياتولو لپاره يو بله ساده پيدا کېدونکې مېوه هم کېله ده، کېله پخپل ځان کې د پام مهم منرالونه او ویټامينونه لري، په کېله کې پوتاشیم، مګنیزیم او ويټامين بي په پرېمانه کچه شتون لري، ګڼو څېړنو ثابته کړې ده چې کېله په ځانګړي ډول د نارينه و د ج+ سي قوت د زياتولو لپاره ځانګړې ګټه لري.

•- بادام هم د هغه وچو مېوو په قطار کې راځي چې د نارينه و په ګډ ژوند مثبت تاثير کوي، په بادامو کې ځانګړي غوړ شتون لري چې ډېر کم پيدا کېږي او د نارينه و ج+ سی قوت زياتوي، ددې ترڅنګ بادام په کافي اندازه مګنیزیم، ويټامين اي او فايبر لري چې ټول د ج+ سي اړيکو د سيستم په غښتلي کېدو کې مثبت رول لري.

•- خرما هم کولای شي د نارينه د ج+ سي قوت ستونزه راکمه کړي، څېړنې ښيي چې هر سهار په منظم ډول خرما خوړل د نارینه و په ج+ سي طاقت مثبت اغېز کوي.

•- د ښځينه و د کور+ والي د شوق د زياتولو لپاره پوهان د سرو مرچکو، سرې غوښې او منې د خوړلو سپارښتنه کوي، ياده دې وي چې ټول شيان بايد په معينو وختونو په معينو اندړو وخوړل شي ترڅو هغه پايله چې هيله يې کېږي ترلاسه شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.