The news is by your side.

پرون د ترخو خوړو نړیواله ورځ وه؛ خو رسټورانټونو څه ډول ولمانځله؟

خبریال وېب پاڼه/ د ترخو خوړو په نړیواله ورځ کې عموماً د نړۍ ټول مشهور رسټورانټونه د خپلو پېرېدونکو لپاره ترخه خواړه پخوي.

دا چې پرون د جنورۍ 16مه د ترخو خوړو نړیواله ورځ وه، خو د کرونا وبا له کبله د نړۍ رسټورانټونو دا ورځ څه ډول ولمانځله؟

سږ کال مشهورو رسټورانټونو دا ورځ د تېرو کلونو په پرتله د ترخو خوړو په تیارولو ونه لمانځله. د کرونا وبا د مخنیوي له کبله ډېر مشهور تړل شویو ښارونو کې د خلکو پر تګ راتګ بندیزونه لګېدلي او زیات رسټورانټونه هم د ګڼې ګوڼې له کبله تړل شوي دي. نو ځکه پرون د ترخو خوړو پر نړیواله ورځ هر څه ساړه وو او رسټورانټونو ترخه خواړه نه وو تیار کړي.

یو شمېر هغه خلک چې ترخه خواړه خوښوي یا د ډوډۍ پر مهال زیات مرچ خوري، هغوی د ترخو خوړو نړیواله ورځ په خپلو کورونو کې د ترخو خوړو په اماده کولو او خوړلو تېره کړه.

نړۍ کې دوه ډوله خلک دي. یو هغه چې خواږه خوښوي او عموماً تل خواږه خواړه خوري او بل هغه چې تُند او ترخه خواړه زیات خوري.

افغانستان کې هم له پخوا را هیسې خلک ترخو خوړو سره بلد دي او ډېر تُند یې خوري. افغانستان په خپلو دودیزو خوړو کې د خوږو سره سره ترخه او تُند خواړه هم لري، چې ډېر دودیز خواړه یې ترخه دي.

دلته افغانستان کې خلک د معدې او نورو داخلي غړو د ناروغیو او ستونزو له کبله د ډېرو ترخو او تُندو خوړو خوړلو ته زړه نه ښه کوي خو ځیني یې بیا له دې سره سره هم ښه په مزه خوري.

ډېر خلک په دې اند دي چې ترخه خواړه روغتیا ته ښه نه دي او د بدن داخلي غړي تخریبوي، نو ځکه یې له خوړلو ډډه کوي. خو داسې نه ده تُند، ترخه یا مرچ لرونکي خواړه د سرطاني او ورته نورو ناروغیو مخنیوی کوي خو د خوږو په څېر ډېر خوړل یې هم روغتیا ته تاواني دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance