The news is by your side.

د فساد په تور د خوست ولايت ځيني دولتي چارواکي لويه څارنوالۍ ته غوښتل شوي.

خبريال وېب پاڼه: خبريال وېب پاڼي ته د لاسته راغلو معلوماتو له مخي د خوست ولايت ځيني چارواکی په کرونا بوديجه کې د فساد په تور لويې څارنوالۍ ته ور غوښتل شوي دي.

ځينې باوري سرچيني وايې چې دغه کسان د کرونا بوديجي په مديريت او مصرف کې د فساد په تور لويې څارنوالۍ ته ورغوښتل شوي دي.

په دغو کسانو کې د خوست د والي مرستيال عبدالواحد پټان، د خوست ولايت د عامې ورغتيا رييس محمد حبيب شاه انصاري، د خوست ولايت مالې او اداري رييس حکيم الله اکبر، د خوست ولايت مستوفي بلال شينواری، د خوست ولايت د مستوفيت مسوول کلام خان، د خوست ولايت د ملي امنيت مسوول سپارګل، د خوست ولايت د عامې روغتيا رياست مسوول ګل محمد الدين، د خوست ولايت مالې او ادارې مدير لياقت خان، د خوست ولايت مقام د دفتر رييس مطيع الله احمدزی، د خوست ولايت د عامې روغتيا رياست د خدمتونو مدير اجمل، د خوست ولايت د اخيستوونکي کميټې غړی او د محاسبي مدير سيد انور شاه، د خوست ولايت د ټرانسپورټ مدير او خريدارۍ کميټې غړی، د خريدارۍ کميټې غړی او اجرايوي مدير کامياب ګل او د سرحداتو او قبايلو رياست رييس عبدالروف ننګيال شامل دی.

ياد کسان د کرونا بوديجه کې په فساد کې ښکيل بلل شوي او لويه څارنوالی يې ژر تر ژره د حاضريدو غوښتنه کړي.

له دې مخکې هم د عامې روغتيا وزارت کې د فساد په تور ۴ کسه نيول شوي وه چې د عامې روغتيا د پخوانی وزير احمد جواد عثمانی ورور پکې هم شامل وه چې وروسته د ولسمشر غني په امر د عامې روغتيا وزير له دندې ګوښه کړی شو.

دا په داسی حال کې ده چې هيواد کې فساد ورځ تر بلی په ډيريدو دی چې ورسره نړيوالو خپلي مرستي هم کمي کړي او وايې که په افغانستان کې فساد کنټرول شي نو دوي له افغانستان سره د اوږود مهالي مرستو ته ژمن دي.

د فساد سره د مبارزي کميټه وايې فساد په هيواد کې په زياتيدو دی چې ډير ضرر يې عامو وګړو ته رسيږي ځکه ددوی حق پکې خوړل کيږي او باید د فساد سره جدې مبارزه وشي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.