The news is by your side.

د کوويډ-۱۹ واکسين به د هند په ټولو وګړو تطبيق شي!

خبريال وېب پاڼه: په هند کې د کرونا ويروس د واکسين د پيل سره به ددې هيواد ټول وګړي د کوويډ-۱۹ په وړاندی واکسین شي.

د هند حکومت اعلان وکړ چې د کرونا ويروس واکسين کمپاين په پيليدو سره به د هند په ټولو ميشتو وګړو د کرونا ويروس واکسين پروسه د تطبيق وړ وګرځي.

په هند کې د کرونا ويروس د واکسينو کمپاين د کرونا ويروس په وړاندي په نړۍ ترټولو لوې د واکسينو کمپاين بلل کيږي.

د هند لومړي وزير نريندرا موډې د کرونا ويروس ضد واکسينو د کمپاين د پيليدو پرمهال د خپلو خلکو وغوښتل چې د واکسينو د تطبیق وروسته هم ماسک وکاروي، او ټولنيز واټنونه په پام کې ونيسي.

هند چې د نفوسو د زياتوالي له مخي د نړۍ دوهم لوې نفوس لرونکی هيواد بلل کيږي او د نفوسو شمير يې شاوخوا څوارلس سوه ميليونو ته رسيږي چې ښايې دا پروسه په ټولو د تطبيق وړ وګرځي.

د هند حکومت وايې د واکسينو په لومړي کمپاين په لومړۍ مرحله کې به ۳۰ ميليونه په دوهمه مرحله کې به تر ۳۰۰ ميليون خلک او په همدي ترتيب که اړتيا وه دې پروسی ته به انکشاف ورکړو.

هند هم د هغو هيوادونو له جملې څخه دی چې د کرونا وبا له امله ډير ځپل شوی چې تر لس ميليونو ډير کسان پکې په کوويډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي او تر ۱۵۰ زرو ډير بيا د کرونا ويروس له کبله خپل ژوند دلاسه ورکړی دی او د امريکا وروسته دوهم درجه هيواد دی چې د کرونا له امله يې ډير ځپل شوی دی.

په هند کې د کرونا ويروس وروستی حال

مجموعی پيښي: 10,556,976

تازه پيښي: +13,317

مړه شوي: 152,28

بيرته روغ شوي: 10,193,045

اوس مهال په ټوله نړۍ کې يوازي په ۵۰ هيوادونو کې د کرونا ويروس واکسين کمپاين روان دی چې زياتره شتمن هيوادونه دي او ملګري ملتونه هيله لري او تاکيد کوي چې په راتلونکو ۱۰۰ ورځو کې به د کرونا ويروس واکسينو کمپاين په ټوله نړۍ کې پيل شي.

د کرونا ويروس له امله په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۹۴ ميليون کسان اغيزمن شوي چې له جملې يې تر دوه ميليون ډيرو کسان خپل ژوند دلاسه ورکړی دی د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې د ۲۰۲۱ کال له لومړيو څخه په ټوله نړۍ کې په هرو اتو ثانيو کې يو تن د کرونا ويروس له کبله خپل ژوند دلاسه ورکړی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.