The news is by your side.

نجونې دې د هلکانو په وعدو نه غولېږي

خبریال وېبپاڼه/ ډیری نجونې د ملګرتیا لپاره د هلکانو غوښتنو ته مثبت ځواب ورکوي، ترڅو په ژوند کې یو څوک ولري او هیله یې دا وي چې دا ملګرتیا به یې په واده پای ته ورسېږي.

بل خوا د نن ورځې ودونه ډیر فرد محوره دي، یوازې نجلۍ او هلک هر څه مخته وړي، دوی د کورنۍ له مداخلې پرته پریکړه کوي چې یو له بل سره وپیژني او کله چې دوی ډاډه شي چې دا پیژندنه به یې د ښې پایلې لامل شي، بیا دوی دا کیسه رسمي او عامه کوي. دا پیژندل د ځینو لپاره جدي دي او د ځینو لپاره دا د لنډمهاله ملګرتیا شکل لري چې ممکن په واده پای ته ورسيږي او یا شاید نیمایي کې پرې شي.

 په لومړیو کې د هلکانو او نجونو ترمنځ خورا عام توپیر له مقابل جنس سره د دوی د ملګرتیا هدف دی، چې ولې او د څه لپاره سره ملګرتیا کوي؟

اکثره نجونې فکر کوي چې د مناسبې میرمن کېدو لپاره دوی باید له هلکانو سره احساساتي اړیکه کې برخه واخلي؛ مګر حقیقت دا دی چې ډیری وختونه هلکان له نجونو سره اوږدمهاله، پټه او احساساتي اړیکه غواړي چې د واده اراده نه لري او غواړي د واده خلا له یوې یا ډیرو نجونو سره د دوستانه اړیکو له لارې ډکه کړي، همدا ده چې د واده د ژمنې له ورکولو هم ډډه کوي.

په دې حالت کې د ملګرتیا اوږدول، یو ځای وخت تېرول او د نجلۍ او هلک نژدېوالی په دې معنا دي چې نجونې په دې ډاډه شي، چې دغه اړیکه به یې په واده بدله شي، مګر د پردې تر شا بیا کیسه بل څه وي.

د مثال په توګه یوه نجلۍ فکر کوي چې اوس چې هغه د څو کلونو راهیسې له یوه هلک سره ملګرتیا کوي، نو د هغه هلک لپاره ناممکنه ده چې له دې پرته دې ژوند وکړي او هیڅ شک نشته چې د واده لپاره کوم بل انتخاب وکړي، یا بلې نجلۍ سره ګوتې خوږې کړي.

له اکثره هلکانو سره بیا د ملګرتیا اوږدول، چې کورنۍ یې بې خبره وي، په دې معنی دي، چې اړیکه لنډمهاله ده او که له تاسو پرته بل مناسب څوک ورته پیدا شي، سمدستي تاسو پرېږدي او هغې ته د ملګرتیا لاس ورکوي.

په همدې اساس نجونې باید د هلکانو په درواغجنو وعده خطا ونه وځي او داسې چاته د ملګرتیا لاس ورکړي، چې د ملګرتوب دغه اړیکه یې ژر تر ژره په واده بدله شي، دا نه چې د یو څه مودې خوند او لذت لپاره یو بل سره وپېژني او بېرته سره جلا شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.