The news is by your side.

بایډن په اور ګاډي کې واشګنټن ته خپل سفر لغوه کړی

تمه ده چې درې ورځې وروسته جو بایډن په واشګنټن کې د امریکا د نوي منتخب ولسمشر په توګه لوړه وکړي او واک به ترلاسه کړي خوامنیتي اندېښنې  موجودي دي ځکه نو يې خپل سفر په ریل ګاډي کې لغوه کړی

تراوسه پوري لاهم ټرمپ د خپلې ناکامې په هکله پایلې نه دي منلې خو ویلي يې دي چې واک به په قانوني ډول سره بایډن ته سپاري.

د ټرمپ پلویانو څو ورځې  وړاندې د امریکا پر کانګرس ماڼۍ باندې یرغل وکړ چې ټرمپ هم د دوی دا یرغل وغانده خو په مقابل کې یې کانګرس ټرمپ استیضاح کړ، چې دا چارې به دوی د بایډن د واکمنۍ وروسته مخ ته وړي.

د امریکا پوځ وايي چې په واشنګټن ښار کې د ملی ګارد ۲۵ زره سرتیرو په مټ يې امنیتي تدابیر ټینګ کړي ځکه چې د بایډن د لوړې مراسم رانژدې سوي

د امریکا د کورني امنیت چارواکو ویلي چې امنیتي تدابیر ټینګوي ځکه داخلي سختدریځي د لوړې مراسمو د ګډوډولو لپاره لوی خطر دی.

د امریکا په تاریخ کې  له ناندرییزیو او مهمو ټاکنو وروسته د نوي ولسمشر د د واک اخیتسلو وخت رسیدونکی دی خو یو لړ اندېښنې موجودي دي چې د ټرمپ پلویان به د لوړې مراسمو پروخت د دې مراسمو د ګډوډولو هڅه وکړي، ځکه نو د ملي ګارد ۲۵ زره سرتیري ګمارل سوي

د امریکا د جمهوري ریاست ټاکنو ته له ډیموکراټ کوند څخه جوبایډن او د جمهوریت غوښتوونکو ګوند څخه ډونالډ ټرمپ پکښي ګډون کړی چې د ډیموکراټانو له ګوند څخه جو بایډ وتوانید ټرمپ ته په ماتي ورکولو سره د امریکا منتخب ولسمشر سي.

ټرمپ په دې ټاکنو کې د پراخو درغلیو ادعا کړې او ویلي يې دي چې پایلې به هیڅ وخت ونه مني خو ژمن دی چې د جمهوري ریاست واک به په قانوني ډول سره سپاري

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.