The news is by your side.

ولې د خپل غږ له اورېدو کرکه کوو؟ حل‌لار څه ده؟

خبریال وېبپاڼه/ موږ ټولو دا تجربه کړې چې خپل غږ، چې موږ یې په غږیز پیغام یا ویډیو کې اورو بد راته ښکاري، یو ډول نفرت غوندې ترې کوو؛ خو ایا زموږ غږ واقعا بد دی او که کومه رواني ستونزه لرو؟

حقیقت دا دی چې تاسو خپل غږ د نورو په پرتله په بل ډول اورئ. تاسو خپل غږ اورئ داسې اورئ، چې د خپلې کوپړې د خوځښت له لارې حرکت کوي، مګر نور ستاسو تر مینځ د هوا له لارې ستاسو غږ ترلاسه کوي، همدا ده چې ستاسو او نورو لپاره ستاسې د غږ په کیفیت کې توپیر راځي.

مه خپه کیږئ! ښه خبر دا دی چې تاسو کولی شئ د یو لړ تمرینونو په کولو سره د خپل غږ کیفیت کې مثبت بدلون رامنځته کړئ. دا تمرین خورا اسانه دی او د عملي کېدو له لارې به یې تاسو د خوږ او قناعت بخش غږ څخه برخمن شئ.

لومړی ګام

یو څه خواړه وخورئ او خپله معده د ساه اخیستو په زور دباندې راوباسئ، خو سینه مو باید پورته لاړه نه شي. د دې لپاره د یوې هندارې مخته کېنئ او یا خپل لاس په خپله سینه کېږدئ، چې د حرکت مخه یې ونیسي، بیا د څو د قیقو لپاره د خپلې معدې عضلات وښوروئ او د نفس اخیستو په زور یې راوباسئ.

دوهم ګام

اوس هڅه وکړئ د معدې د راایستلو حرکتونه له ساه اخیستو سره جوړه کړئ. کله چې ساه اخلئ، معده راوباسئ او کله چې ساه پرېږدئ معده دننه کړئ. تصور وکړئ چې ستاسو معده بالون یا بوشکه ده او تاسو یې له هوا سره ډکوئ. تاسو یوازې غواړئ د خپلې معدې حرکت وګورئ؛ نو د خپل سینې او اوږو سره محتاط اوسئ، دوی باید حرکت ونه کړي.

درېیم ګام

هره ورځ د ساه اخیستو دغه تمرین وکړئ. پوښتنه دا ده چې دا تنفس به زموږ پر غږ څه اغیز وکړي؟

په تجربو ولاړه خبره ده، چې دغه تمرین ستاسې پر غږ مثتب اغېز پرېږدي؛ خو که چېرې تاسو د تمرین پر مهال د خپلې ساه پر کیفیت باندې تمرکز وکړئ او د اوږو او سینې حرکت ته مه متوجه ونه اوسئ؛ تر څو ستاسې له خولې په لوړ غږ او سم سرعت الفاظ بهر شي.

دا تمرین د یوې اوونۍ لپاره هره ورځ پنځلس دقیقې وکړئ او بیا له ځانه وپوښتئ چې ایا تاسو د خپل غږ له اوریدو څخه کرکه لرئ؟

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance