The news is by your side.

په دې وروستيو کې ولې پېغلې د لوړ عمر لرونکو نارينه و سره وادونه کوي؟

خبريال وېبپاڼه/ په دې وروستيو کې ډېری پېغلې نجونې د پاخه عمر يا متوسط عمر لرونکو نارينه و سره ګډ ژوند ته زړه ښه کوي، دا چې ولې اوس وختونو کې په پېغلو کې د پاخه یا لوړ عمر لرونکو کسانو سره د واده شوق زیات شوی دی ددې لیکنې اصلي موضوع ده.

په ځانګړي ډول هغه پیغلې چې په کم عمر کې یې واده کړی دی او بېرته ژر د خپل خاوند څخه بېلې شوې دي ددې ليواله دي چې د لوړ سن لرونکي نارينه سره واده وکړي.

د لوړ سن لرونکو کسانو ترجيح کولو د پېغلو له طرفه يو سبب دادی چې ددوی مالي وضعيت ښه وي، يانې دا ډول کسان ښه پيسې لري ژوند یې راحت وي او لاس یې خلاص وي، خو د بلې خوا بيا ځوانان چې نوي ودونه کوي په سختۍ سره هڅه کوي چې خپل کور وچلوي نو مېرمن يې هم مجبور وي ګوزاره وکړي.

د نجونو له لوري د لوړ عمر لرونکو نارينه و سره د ودونه د شوق يو بل سبب هم د دا ډول نارينه و ذهني وده ده، ډېری ځوانان لکه ماشومان داسې رويه کوي، حال دا چې د پاخه عمر لرونکي کسان پوخ عقل لري او د خپله مېرمن درک کوي د ژوند له پیښو په اسانۍ سره ونه وېرېږي او تل يو ډول ثبات لري.

د پورته ځانګړنې په تعقيب بايد ووايو چې د پاخه عمر لرونکي کسان د ژوند تر دې پړاوه بريالي را رسېدلي وي او نجونې ځان ددوی سره ډېر خوندي او امن احساسوي، له همدې کبله ددوی سره ګډ ژوند خوندي او راحت ګڼي.

ډېری ځوانان په سم ډول خپل مسولیت نشي ادا کولی له همدې کبله نجونې هم د پاخه عمر لرونکو کسانو ته مخ اړوي ځکه هغوي د ژوند څخه تجربه لري او پوهیږي چې ګډ ژوند څه ډول په مخ يوسي.

ډېری د پاخه عمر لرونکي کسان ځانته کور لري حال دا چې ډېر ځوانان په ګډ کور کې ژوند کوي، دا هغه څه دي چې نجونې يې اصلا نه خوښوي، نجونې په ګډ کور کې ځان ارام او ازاد نه احساسوي له همدې کبله ددوی د زړه ارزو دا وي چې خپل خاوند يې ځانته کور ولري او دوی دواړه يوازې ژوند وکړي.

او وروستۍ هم دا چې ډېری ځوانان د نجونو سره د واده نیت نلري، دواړه د يو بل په قدر سم نه پوهیږي، ډېری ځوانان صرف دا غواړي چې د يوې نجلۍ سره د څو ورځو انډيوالي وکړي او بيا ځانته داسې يوه نجلۍ پيدا کړي چې د نورو هلکانو سره یې هیڅ ډول انډيوالي نه وي کړې.

خو د لوړ عمر لرونکي کسان د نجونو په قدر پوهېږي، دوی پوهیږي چې ددوی عمر لوړ دی نو د يوې پیغلې نجلۍ سره واده کول ورته د ټول ژوند خوشحالۍ ورکولی شي، له همدې کبله پېغلې نجونې هم دوی ترجيح کوي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.