امریکا سفارت: امریکایي وګړي دې کابل ته پرته له ضرورت سفر نه کوي

خبریال وېب پاڼه/ کابل کې د امریکا سفارت په پلازمېنه کې د هدفي وژنو او جنایي پېښو د زیاتېدو له وېرې له امریکایي وګړو غوښتي چې افغانستان ته پرته له ضرورته سفر ونه کړي او له غیر ضروري سفر څخه دې ډډه وکړي.

د امریکا سفارت د یو اعلامیې په خپرولو ویلي، دا چې کابل کې په دې وروسایو میاشتو کې هدفي وژنې او جنایي جرمونو پېښې زیاتې شوي نو د بهرنیو اتباعو لو په ځانګړې خوګه د امریکایي اتباغو د تګ راتګ او را ټولېدو ځایونه له امنیتي پلوه له زیات ګواښ سره مخ دي.

یاد سفارت وایي، هغه هوټلونه چې برهني اتباع په کې هستوګن دي، بهرنۍ ادارې، د ملګرو ملتونو استازولۍ دفتر او د بهرنیو وګړو د تګ راتګ سیمو کې باید بهرنیان په ډېر محتطانه توګه خپلو مهمو کارونو ته رسېدنه وکړي.

دوی په اعلامیه کې دا راز کابل کې د هدفي وژنو او جنایي جرمونو د زیاتېدو احتمال هم ورکړی.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو سره د مذاکراتو له پیلېدو را هیسې د افغانستان په لویو او مهمو ښارونو کې بریدونه، هدفي وژنې او جنایي جرمونه زیات شوي دي.

د افغانستان پلازمېنه کابل بیا د هېواد په کچه تر ټولو ډېر نا امن او د وېرې پر ځای بدل شوی.

اوس مهال خلک په کابل کې د غلو غدو، هدفي وژنو او جنایي جرمونو د زیهتېدو له وېرې هم په ښار کې ډاډه زړه نه شي ګرځېدلی.

په وروستیو میاشتو کې زیات خبریالان، مدني فعالان لو دولتي کارمندان د نا معلومو وسله والو له لوري په نښه او په شهادت ورسېدل.

حکومت هم د نا معلومو وسله والو په نیولو کې پاتې راغلی، خو د حکومت په وینا چې ځینې یې نیولي خو تر اوسه د خلکو او رسنیو پر وړاندې نه دي ښودل شوي.

خلک په دې برخه کې له حکومت نا رضا دي چې نه شي کولی د ښاریانو او فعالانو ژوند خوندي کړي او دا پېښې ورځ تر بلې زور اخلي چې ټول ښاریان یې په وېره او غوسه کې اچولي.

په تېرو څوو ورځو کې بیا په ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې هغه نا معلومه وسله وال هم نیول شوي چې د خبریالانو او فعالانو د وژلو لپاره ګومارل شوي وو. خو لا هم په ټول هېواد د هدفي وژنو کچه مخ په لوړېدو ده.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More