The news is by your side.

د ځوانۍ په دوران کې له دې ۵ لویو خطاګانو ځان وساتئ

خبريال وېبپاڼه/ ځواني د انسان په ژوند کې داسې يوه دوره ده چې ځوانان تر ډېره پکې خپل هر ناوړه کار ته مشرعيت ورکوي او وايي چې همدا مو ځواني ده له همدې امله ځينې کسان بيا ورته د لیونتوب دوره هم وایي خو پدې دوران کې بيا د ځوانانو څخه ځينې داسې خطا ګانې کیږي چې وروسته د جبران وړ نه وي او انسان د تل لپاره بد بخته کوي.

له دې خطاګانو يو هم د خراب ملګري انتخاب دی چې دا ورسته د ځوان تول ژوند خرابوي، په ځوانۍ کې مو د ځوانۍ له مسوليتونه بي پروا ساتي او په بې ځايه کار او شيانو مو وخت در تیروي چې دا به مو له ځان ځوانۍ او راتلونکې سره لویه خطا کړې وي، بد ملګری خامخا تاسې هم د ځان په څیر کوي، په دې وخت کې يو کس نه پوهېږي چې دی به هم د خپل دې ملګري په شان شي خو د وخت په تېرېدو سره ويني چې د خپل ملګري ډېری ناوړه عادتونه اوس په دې کې هم پيدا شوي دي.

د ځوانۍ پر مهال بې ځایه شوقونه او هوسونه هغه خطا ده چي ځوان یې د ځوانۍ په دوران کې کوي، همدا بې ځایه شوقونه او هوسونه دي چې يو ځوان له درس ويلو او فکر کولو څخه لرې ساتي، دا سمه خبره ده چې په ځوانۍ کې هيجان ډېر وي او پکار ده سړی ښه وخت تېر کړي، خو دا هم هېرول نه دي پکار چې د ځوانۍ د موسم افکار او کارونه د يو ځوان د راتلونکي ژوند او شخصيت بنسټ ږدي، په دې وخت کې خپل شوی او جوړ شوی شخصيت بيا وروسته ډیر په سختۍ بدلون مومي له همدې کبله ځوانان باید پخپلو شوقونو او هوسونو کې روغ او ناروغ سره بېل کړي او د هرڅه اعتدال او وسط په پام کې ونيسي.

خپلې روغتيا ته پام نه کول، د ځوانۍ په دوره کی ډيری ځوانان خپلې روغتيا ته پام نکوي دوي پدې وخت کي ډير غير صحي کارونه کوي، په دې دوره کې ځوانان د ځوانۍ په جوش کې وي، دوی په دې وخت کې کوم خاص درد نه احساسوي، انرژي يې زياتوي او په خپل بدن کې په موجوده ناروغۍ يا ستونزه باندې زورور وي، خو کله چې ورو ورو یې عمر زياتېږي او د زړښت او پاخه عمر خواته ورځي ددې موجودو ناروغيو او ستونزو په وړاندې یې بدن کمزوری کېږي او دا ناروغۍ يا صحي ستونزې قوي کېږي، چې په دې وخت د ځوان بدن اوس د زاړه بدن شوی وي او ددې ستونزو په وړاندې د مبارزې طاقت نلري.

له مبارزې څخه په شا کیدل يا ژر ماته منل، ځینې ځوانان په ځان کې د مبارزې حوصله نلري یو کار په نيمه لار کې پرېږدي او شاته کیږي، ځوانان فکر کوي چې ژوند لکه ښونځي ته تګ دومره ساده او اسانه دی، له همدې کبله د يوې کوچنۍ ستونزې سره ډیره کمه مبارزه کوي، کله چې په لنډ وخت کې مثبته پايله وانخلي بيا نو مبارزه همداسې په نيمه کې لار کې پرېږدي.

ځوانان دې دا په ياد ولري چې په سختۍ ترلاسه شوې بريا په اسانۍ له لاسه نه ورکول کېږي، هېچا هم په یو دوه ورځو هڅه په ژوند کې لويه بريا نه ده ترلاسه کړې، ځوانانو ته پکار ده چې د بريا لپاره مسلسله هڅه وکړي او د ژوند له واقعیتونو څخه ځان خبر کړي.

د نورو څخه د مرستې تمه کول، دا سمه ده چې ټول انسانان د یو بل سره مرستې کولو ته اړ دي، خو دا هرڅه يو چوکاټ لري، په بنسټیز ډول يو کس بايد پخپله پخپل کسب او کار کې وړتیا ولري، خو د لا بريا لپاره د بل چا څخه مشوره او مرسته غوښتلي شي، خو اصلي کار بايد پخپله وکړي.

ځوانان په ځوانۍ کې د ډېرو خلکو په بې ځايه وعدو باندې بازي خوري، دوی فکر کوي هغوی به یې ټولې ستونزې ور مل کړي او دوی به د بريا څلي ته ورسوي، خو داسې نه ده، که ځوانان غواړي چې د زړه له ماتېدو او د هیلو له ماتېدو سره مخ نشي نو خپل کار دې پخپله سرته ورسوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.