The news is by your side.

آيا د پال ليدل مو راتلوونکی بدلوی شي؟

خبريال وېب پاڼه: د نړۍ زياتره هيوادونو کې د پال ليدل ډير رواج لري ډير خلک فکر کوي چې پال ليدل يې راتلوونکی بدلوی شي خو ډير خلک بيا د پال ليدو سره مخالف دي او وايې د خپل راتلوونکی په اړه هيڅوک وړاندوينه نه شي کولی ځکه هرڅه تقدير او قسمت پوری تړلی دي خو ځيني وخت بيا تقدير او قسمت دواړه بدليدی هم شي.

د جاپان اوسېدونکي د نړۍ د هغو خلکو له جملې دي چې په پال ليدو باندي ډير باور لري د پال ليدو لپاره د خپل لاس په اورغوي جراحی عمليات کوي چې جاپانيان يې د راتلوونکي بدليدو په معنا بولي.

ځکه جاپانيان فکر کوي د لاس د اورغوي ځيني کرښې ددې معنا لري چې ددوي راتلوونکی به بد وي نو د جراحی عمليات په وسيله د لاس اوږدې کرښي لنډوي ځکه دوې هيله لري چې دا به دوې ته روښانه راتلوونکی ورپه برخه کړي.

دا جراحی عمليات ۱۵ دقيقي وخت نيسي او د عمليات مصرف ۱۰۰۰ ډالره دی د عمليات په وخت کې ډاکټر د برښنايې چاقو په وسيله د لاس کرښې سوځوي خو دا بيا يو ډول داغ پريږدي چې وروسته د يوې مياشت بيا دا داغ ښه کيږي.

خو، ځيني ډاکټران بيا وايې، د اورغوي د کرښو سوځول هيڅ ګټه نه لري او کار نه ورکوي ډاکټران وايې چې دا د خلکو راتلوونکی نه شي بدلوی ځکه د لاس د اورغوي کرښې طبيعي دي.

په جاپان کې د پال ليدو ترټولو ارزانه بيه ۷۰ ډالره ده. چې ډير خلک د پال ليدو باندې باور لري.

په دې اړه د لندن څخه د سبوډا ګوپټا په نوم يو پال ليدونکی وايې( زه چې کله د پال ليدو او قسمت بدليدو لپاره د جراحی عمليات په اړه خبر شوم نه زه ډير حيران شوم، هغه وايې که غواړي چې خپل قسمت بدل کړي نو فزيکي حرکات کوئ، تعليم وکړئ، کاروبار شروع کړئ او که غواړي ښه صحت ولرئ نو ورزش کوئ چې دا يې ترټولو ښه لارې دي).

په جاپان کې يوه ښځه کيسه کوي( ما غوښتل چې واده وکړم خو د واده کولو لپاره راته د خوښي وړ کس نه پيداکيدو زه لاړم او همدا عمليات مې وکړ د لاسونو کرښې مې بدلي کړي او ډير ژر مې واده وکړ).

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.