هغه سخته پرېکړه چې ولسمشر یې بايد همدا نن وکړي

خبريال وېبپاڼه/ کله چې اشرف غني د افغانستان ولسمشر شو نو پریکړه يې وکړه چې د طالبانو قضيه د پاکستان سره يو طرفه کړي، هغه په دې مقصد باندې پاکستان ته سفر وکړ او هلته يې ددې هېواد له مشرانو او دواک له څښتنو څېرو څخه وغوښتل چې د طالبانو خبره دې نور يو طرفه شي، ولسمشر په دې ډول غوښتل د پاکستان غوښتنې دقیقې واوري او د طالبانو موضؤع یوه مناسب جوړجاړي ته ورسوي.

خو د پاکستان له لوري بيا هم د اشرف غني سره لوبه وشوه، پاکستان هغه وخت هم ولسمشر غني ته غوړې وعدې ورکړې خو د عمل په ميدان کې بيا هم پاکستان د طالبانو همغه ډول ملاتړ کاوه او په افغانستان کې جګړې ورځ تر بلې زور اخيست.

د پاکستان د رول څخه نور انکار د منلو نه دی

کېدی شي اوس هم ځينې خلک شتون ولري چې وايي پاکستان د طالبانو څخه ملاتړ نه کوي او يا په دوی تاثير او کنټرول نلري، اوس خو طالب چارواکو په ښکاره اقرار وکړ چې مشران یې په پاکستان کې دي، جنګيالي یې هلته روزل کېږي او ټپيان يې هلته تداوي کېږي نو چې پاکستان دا ټول کوي په طالبانو به کنټرول نلري، نور له دې خبرې انکار هېڅ عقلي توجيه نلري.

ولسمشر بايد تريخ حقيقت درک کړي

څه موده وړاندې چې د پاکستان صدراعظم عمران خان کابل ته سفر کړی و نو ولسمشر غني ورته ډېر ګرم ښه راغلاست وويل چې هېڅ ښه کار نه و، ملت دا ښه راغلاست خوښ نکړ او په خلاف یې خپل غږ اوچت کړ.

ولسمشر غني نه يوازې د پاکستان د صدراعظم ډېر ګرم ښه راغلاست تاواني کر بلکې ده ورسره ځينې تړونونه هم لاسليک کړل.

داسې خبرې هم کېږي چې ولسمشر غني په دې شرط چې پاکستان په طالبانو فشار زيات کړي پاکستان ته ځینې امتيازونه منلي دي.

خو پاکستان ته د امتياز منل په پاکستان باندې باور کول او له پاکستان څخه دا هيله کول چې هغه به طالبان يوازې پرېږدي، يو غیرې واقعي کار دی.

طالبان د پاکستان داسې وسله ده چې هر وخت ورباندې ډز کولي سي، ددوي د لاسه ورکول پاکستان ته ډېر لوی زيان دی، نو د پاکستان څخه دا هيله کول بې ځايه کار دی.

ولسمشر بايد په دې پوه شي چې پاکستان ته امتياز منل د پاکستان سره توافق کول به هېڅ درد دوا نکړي، بلکې اشرف‌ غني به د پاکستان د وعدو پوره کېدل وويني او نه په هېواد کې امنيت.

قدرت که سوله

په‌ دې باندې هم شکونه شته دي چې ولسمشر غني صرف د خپلې بقا لپاره غواړي د پاکستان ځينې خبرې ومني، خو که چیرې دا خبرې سمې وي دا به ډېرې ناوړې پايلې ولري، ځکه پاکستان به هم د ولسمشر غني بقا تضمين نشي کړی او هم به له ده څخه امتياز واخلي.

او که ولسمشر غني د سولې لپاره د پاکستان سره جوړجاړی غواړي هم غیرې واقعي دی، پاکستان به په دې صورت کې هم د ولسمشر غني څخه امتياز واخلي د سولې په پروسه کې به هم مرسته ونکړي.

ولسمشر غني بايد ددې جوړجاړيو په ځاي ټول فکر په دې وکړي چې پاکستان مجبور کړي د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي، پاکستان چې مجبور نشي او خپل ځان په خطر کې ونه ويني نو هېڅکله به د طالبانو له ملاتړه لاس وانخلي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More