د پستې له خورا بې شمېرو ګټو ځان خبر کړئ!
د پستې له خورا بې شمېرو ګټو ځان خبر کړئ!
د يخني موسم په راتلو سره د پستې خوړل هم زياتېږي.پسته د وچو مېوو له ډلې څخه هغه مېوه ده،چې روغتيايي ګټې يې هم ډېرې دي.روغتيا پوهان وايي،پسته د پروټينو تر ټولو ښه سرچينه بلل کېږي.پسته د b1،e او ويټامينونو درلودونکې ده.د هغه کسانو لپاره چې د وينې فشار ناروغۍ لري ګټوره مېوه ده. پسته په لومړي ځل په ترکيه کې وکرل شوه،چې د مالدارو خلکو خوراک وه.حيرانوکي خبره دا ده،چې پسته په مغزياتو کې نه راځي،بلکې مېوه ده.
پسته په پراخه کچه په افغانستان کې کرل کېږي، چې خورا ښه بازار هم لري.مونږ کولی شو په ډېره اسانۍ سره له بازارونو څخه پسته ترلاسه کړو.
په یاد ولرئ، د دې وچې مېوې خوړل په منظمه توګه ستاسو بدن لپاره ډېره ښه اغېزه لري.
دا چې د پستې په خوړلو سره ستاسو بدن ته د کومو ناروغتيو له راتلو مخنيوى کوي،او تر څنګ يې کومې درمليزې ګټې لري، په دې ليکنه کې به يې راسره ولولئ:
۱ـ هغه څېړنه، چې په 2017کال کې د پستې په هکله وشوه،دا څرګنده شوه،چې پسته د کولمو سرطان مخنيوى کوي.
۲ـ د پستې خوړونکو ته بل ښه ځيرې دا ده، چې پوهان وايي، که چېرې مونږ په منظمه توګه پسته وخورو نو د شکر ناروغۍ کچه به راکمه کړي.
۳ـ هغه ناروغان چې د بېلابېلو ناروغانو له امله غوښه نشي خوړلى،نو پستى خوړل د غوښې په څېر ورته د بدن پروټين بديل ده.
۴ـ په پسته کې د A او E ويټامينونه شتون لري.
۵ـ په پستې کې شته فاسفورس د هډوکو او غاښونو په ښه والي او پياوړتي اوسېدو کې مرسته کوي.
۶ـ هغوی چې په ورځ کې په منظمه توګه ډوډۍ نه خوري، او یا هم اشتها نه لري، نو پسته دې وخوري، ځکه پسته د اشتها لپاره ګټه لري.
۷ـ د پستې خوراک په نارينه وو کې ډېر ګټور دي.او کولى شي، چې جنسي ځواک يې ور زيات کړي.چې د تسترون هورمون په ډېرېدو کې مرسته کوي.
۸ـ پسته د انرژي ښه سرچينه ده.پسته په زياته اندازه فايبر لري.
۹ـ د همدې ځانګړنې له مخې د وينې قند منظموي.
۱۰ـ د پستې له غوره ځانکړنو څخه یوه هم دا ده، چې په پسته کې شته B6د پروټينو جذب کې مرسته کوي.
۱۱ـ. په پستې کې پوتاشيم دى،او پوتاشيم د انسان د بدن مايعاتو په نورمال ساتلو کې مرسته کوي، د يو لړ څېړنو له مخې د يو دانه پستې او يوې مالتې پوتاشيم په يه اندازه ښودل شوې.
۱۲ـ په تازه پستې کې په کافي کچه مس شته،چې په خوړلو سره يې زمونو بدن اوسپنه په اسانه سره جذبېږي.
۱۳ـ په ۳۰ ګرامه پسته کې ۸ سلنه مګنیزیم وي. چې د مګنیزیم په درلودلو سره پستې د دې ځانګړنه پیدا کړې، چې د سټریس په څېر د ناوړه ناروغۍ په مقابل کې د مبارزې غوره خواړه واوسي.
۱۴ـ پسته د دردونو په ارامښت کې هم مهم رول لوبوي، او د غاښونو د درد په سربېره د سر درد لپاره هم غوره خواړه دي.
۱۵ـ پسته د معدې لپاره ګته لري، او د خوړو په هضم کې هم ښه وي.ـ
لیکنه: مریم صدیقي
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.