The news is by your side.

د چرسو استعمال د انسان په عصابو کومې اغيزي لري!

خبريال وېب پاڼه: چرس چې د مخدره توکو له جملې څخه ډيره وژونکي او زيان لرونکی توکي دي حتا د انسان د مرګ سبب هم ګرځي چرس د ستوني او سيني د سرطان لامل کيږي چې له بده مرغه نن ورځ په ټولنه دا وژونکې مخدره توکي په ډيره اندازه استعماليږي.

څيړني ښايې چې د ۳۰ کلو کم عمره خلک بايد د چرسو د استعمال څخه جدې توګه منع شي ځکه چرس د هغو کسانو په نسبت چې د ۳۰ کلو ډير عمر د ۳۰ کلو کم عمره خلکو ته ډير زيان لري.

چرس د انسان مغز لپاره دومره ضرر لرې لکه څومره چې نور نشه يي توکي لکه شيشه، پوډر، شراب، ټابليټ ضرر لري.

د طب پوهان وايې، هغه خلک چې په جمعه کې يو يا دوه ځل چرس استعمالوي ددې امکان دی وي چې دا خلک د چرسو په دايمی استعمال اخته شي او په همدي ترتيب په نورو وژونکو مخدره توکو هم اخته شي.

چرس د انسان دعصابو په هغه برخو ډير اغيز کوي چې د انسان د بدن د احساساتو، حرکاتو، او د بدن د غړو د کنټرول دنده پر غاړه لري.

په ټوله نړۍ کې په ميليونونو انسانان د چرسر او دې ته ورته وژونکو مخدره توکو په استعمال اخته دي د روغتيا نړيوال سازمان وايې، چې په ټوله نړۍ ۱۴۷ ميليون کسان د چرسو او نورو مخدره توکو په استعمال اخته دي چې د سلني له مخي د نړۍ ۲.۵ سلنه نفوس جوړوي.

د امريکا د متحده ايالاتو د هارورډ طبي پوهنتون پوهانو د پوهنتون د هغو ۲۰ تنه محصيلينو عصاب د څيړنو لاندې ونيول چې يو يا څو ځله يې چرس استعمال کړي وه خو د هغوي په عصابو يې کومه منفی اغيز نه وه کړي او هغوي د چرسو په استعمال نه وه اخته شوي چې بيا د پوهنتون پوهانو ددې ۲۰ تنو محصيلينو عصاب د هغو ۲۰ تنو محصيلينو سره مقايسه کړل چې هيڅ يې چرس نه وه استعمال کړي خو ددې خلکو ترمنځ توپير دا وه چې هغو کسانو چې يو يا څو ځل چرس استعمال کړی وه د هغو کسانو چې هيڅ يې چس نه وه استعمال کړي د عصابو د احساساتو، حرکاتو ، او د بدن د غړو د کنټرول برخو کې ځيني ستونزي ليدل کيدی وروسته دا ثابته شوه چې د چرسو يو يا څو ځل استعمال د انسان په عصابو ډير اغيز نه لري خو هغه کسان چې د چرسو په استعمال اخته وي د ځيني وژونکو ناروغيو سره يې د بدن د دفاع سيسټم کمزوري کيږي چې وروسته بيا د تنفسي سيسټم له ستونزو سره مخ کيږي تر دې پوري چې د مرګ سبب يې ګرځي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.