The news is by your side.

د خلیلزاد او قطر په فشار د مذاکراتي ټیمونو د مشرانو ناسته

خبريال وېبپاڼه/ په دوحه کې په لومړي ځل د افغانستان د حکومت او د طالبانو د استازو د مشرانو ترمنځ يوه مهمه غونډه ترسره شوه، دا غونډه وروسته له هغه کېږي چې د طالبانو او افغان حکومت د استازو ترمنځ پیکه غونډې روانې وې او تمه وه چې لوی مشران پکې کډون وکړي او په بنسټيزو مسايلو بحث وشي.

د غونډې ګډونوال

په دې غونډه کې د افغانستان له لوري غلام فاروق مجروح، معصوم ستانکزي، سلام رحيمي، مقبل او نادر نادري ګډون کړی و، د طالبانو له لوري بيا په دې غونډه کې شېخ عبدالحکيم، ډاکټر نعيم وردګ، ملا ترکمن، شهاب الدين او دين محمد حنيفي ګډون کړی و.

د خليلزاد تګ او مهمې ليدنې

ویل کېږي چې خليلزاد دوحې ته پخپل سفر کې ځينې مهمې پټې غونډې ترسره کړې دي، يوه غونډه د قطر د بهرنیو چارو وزير، د طالبانو د سياسي مرستيال ملا برادر، شېخ عبدالحکیم او خليلزاد ترمنځ شوې ده.

په دغه غونډه کې په ښکاره ډول په طالب مشرانو فشار اچول شوی دی ترڅو بين الافغاني خبرې د پاتې ځای څخه پيل کړي او د بين الافغاني خبرو د يوې پايلې لپاره خبرو ته دوام ورکړي.

خليلزاد همدا اوس په دوحه کې دی او د طالبانو او افغان حکومت د استازو ترمنځ د خبرو څخه خوشحاله ښکاري.

پوهان په دې اند دي چې په مستقيم ډول درېيمګړي ته اړتيا نشته، خو ددې خبرو د يوې مثبتې پايلې او بريا لپاره د امريکا فشار په دواړو لوريو اړین دی.

د چارو د شنونکو په وينا چې که دوحه کې په دواړو لوریو باندې د امريکا د حکومت فشارونه نه وی موجود نو کېدی شي دې خبرو لا وار د مخه ماتې خوړلې وی.

درېيمګړی

که څه هم پوهان او د حالاتو څارونکي د امریکا فشار بد نه بولي خو په مستقيم ډول د يو بل هېواد درېيمګړي توب هم بيا ښه نه بولي، د چارو شنونکي وايي چې بل دريم هېواد کېدی شي چې د بين الافغاني خبرو د بريا په ځای ډېر د خپلو ګټو لپاره کار وکړي.

د بلې خوا بيا طالبان هم پخپلو اعلاميو او مرکو کې ټينګار کوي چې درېيم لوري ته اړتيا نشته ډول ټول افغانان دی پخپلو کې ښه سره پوهېږي.

خو ددې هرڅه سره سره د چارو شننونکي وايي چې د امريکا د متحده ايالاتو فشار ضروري دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.