The news is by your side.

ټېک ټاک د خصوصي حریم په قوانینو کې بدلونونه راوړي

خبریال وېب پاڼه/ د ټېک ټاک مشهوره کمپنۍ غواړي د نویو ځوانانو د ساتنې لپاره د خصوصي حریم په قوانینو کې بدلونونه راوړي.

دا کاریال (اپلېکشن) چې د ځوانانو او نویو ځوانانو تر منځ ډېر مشهور او د دوی له لوري په کارېدنې ګرم دی، په تېر کې د کم عمره ځوانانو پر وړاندې د خصوصي حریم د نه پاملرنې له کبله تر نیوکو لاندې وو.

ټیک ټاک کې د غړیتوب لپاره لږ تر لږه عمر لکه انسټاګرام 13 کاله دی.

د نويو بدلونونو لاندې 13، 14 او 15 کلن زوړ کارن حسابونه به د ډیفالټ له خوا شخصي وي.

البته کاروونکي کولی شي که دوی وغواړي خپل حساب عامه کړي.

په خصوصي یا پرایوېټ حسابونو کې هېڅ څوک نه شي کولی دوی ته شخصي پیغام واستوي، د دوی ویډیوګانې وګوري.

د انټرنیټ او ټولنیزو رسنیو امنیت ماهرینو د ټېک ټاک بدلونونو هرکلی کړی او په نورو ټولنیزو شبکو یې غږ کړی چې د خپلو تنکيو کاروونکو ساتنې لپاره ورته ګامونه واخلي.

ټېک ټېک په ټوله نړۍ کې له 800 میلیون څخه ډېر فعال کاروونکي لري.

خو په هتد، چین، همریکا او یو شمېر هېوادونو کې بیا د ټېک ټاک پر کاروونې لږ او ډېر بندیز لګېدلي.

دا مهال په پاکستان او افغانستان کې هم دا کاریال زیات کاروونکي لري چې په کې د طنز او مزاحیې او سندرو ویډیو ګانې جوړوي او خپروي.

د پاکستان حکومت هم تېر کال د ټېک ټاک کاروونکو ته خبر داری ورکړی و چې د غیر اهلاقي ویډیوګانو له جوړولو او خپرولو دې لاس واخلي که نه حکومت به پرې ټېک ټاک بیخي وتړي خو نه د پاکستانیو وګړو د ټېک ټاک په کارونه کې بدلون راغلی او نه یې حکومت اقدام کړی.

ټېک ټاک هر کال د نورو ټولنیزو شبکو په څېر میلیونونه ډالر ګټي او ورځ تر بلې او کال تر کال یې د کاروونکو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.