The news is by your side.

کندهار کې خلک د اوبو په ناعادلانه وېش نیوکه کوي

خبریال وېبپاڼه/ د کندهار یو شمیر اوسیدونکي په دې ولایت کې د اوبو پر ناعادلانه وېش نیوکه لري او وايي، چې د اوبو ډيری نلونه په نامعیاري توګه ویشل شوي دي.

دوی له خبریال وېبپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې په دې برخه کې د مسوولینو بې پروايي په ټاکل شوي مهال د څښاک د پاکو اوبو په رسیدو کې د ځنډ لامل ګرځیدلي دي.

 د څښاک پاکو اوبو ته نه لاسرسي د دې ولایت اوسیدونکي له ستونزو سره مخامخ کړي دي او له مسوولیو غوښتنه کوي چې په عادلانه توګه اوبه په ښاریانو ووېشي.

د معلوماتو له مخې، اوس مهال یوازې د کندهار ۱۵ سلنه اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی لري او پاتې نور له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د کندهار نهمه ناحیه، چې لویه ویاله یې هم بولي، د دې ښار له ډیر نفوس لرونکو سیمو څخه ده، خو د دې ناحیې اوسیدونکي، د اوبو د نلونو له کموالي شکایت لري.

محمد عمر اخند د دې ناحیې اوسیدونکی دی او وايي چې د څښاک د پاکو اوبو ناسم ویش د دی لامل شوی چې د دې سیمې ډیرۍ اوسیدونکي پاکو اوبو ته لاسرسی ونه لري.

دی په دې برخه کې له ولایتي ادارې د عدالت غوښتنه کوي، تر څو په متوازن شکل ټولو ښاري ساحو ته اوبه ورسېږي.

د کندهار د ښاري اوبو سولو او کانالیزاسیون له دې سره ـ سره چې په ښار کې د اوبو د کمښت ستونزه مني، خو وايي چې د دهلې بند اړوند د اوبو رسولو شبکې په مرسته به دغه ستونزه تر ډېره پورې حل شي.

د کندهار د ښاري اوبو رسولو او کانالیزاسیون رییس انجینر نجیب الله نجیب خبریال وېبپاڼې ته وویل، چې د دهلې بند اړوند د اوبو رسولو پروژې د تطبیق په مرسته به تر ډېره پورې په ښار کې د اوبو ستونزو حل شي.

نوموړی زیاتوي چې د دوی اداره د پخوا په پرتله ډېره فعاله شوې او د ښار په ډېری برخو کې د اوبو د غیرمعیاري لګول شویو نلونو ستونزو ته رسیدګي شوې ده.

که څه هم مسوولین ډاډ ورکوي چې د دهلې بند اړوند د اوبو رسولو پروژې د تطبیق په مرسته به د اوبو ستونزه حل شي، خو څه باندې دوې میاشتې مخکې د سل میلیونه ډالرو په ارزښت د یادې پروژې د بنسټ ډبره کېښودل شوه، مګر تر اوسه یې عملي چارې نه لیدل کېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.