The news is by your side.

لس ورځې وروسته د دوهم ځل لپاره حامله شوه

خبريال وېبپاڼه/ د طب تاریخ له ډېرو نادرو پېښو ډک دی، خو دا ځل چې کومه نادره شوې ده نو په نړۍ کې یې مثال کم ليدل کېږي.

په ټوله کې ډېری مېرمنې په یو وخت کې صرف يو ځل حامله کېژی، کله چې يو ځل حامله يا اومېدوارې شي نو وروسته يې بدن د هګيو جوړول پرېږدي، د رحم دېوال ډبلېږي او د موجودې هګۍ چې د سپرم سره القاح شوې وي ساتنه کوي، د رحم دننۍ خوله هم تړل کېږي.

يانې کله چې يو ځل یوه مېرمن حامله يا اومېدواره شي نو په دې جريان کې یې د دوهم ځل لپاره حامله کېدل ډېر ګران کار دی.

خو ناممکن نه دی

لکه څنګه چې مو وويل کله چې يوه مېرمن اومېدواره شي په دې جريان کې یې بيا د دوهم ځل لپاره اومېدواره کېدل ډېر ګران کار دی، خو دا ناممکن کار هم نه دی.

د شوپرفتوس يا سوپرفتشیون په پېښه کې د مېرمنې د اومېدواره کېدو څو ورځې او يا اونۍ وروسته بيا هم امکان لري چې سپرم يوه نوې جوړه شوې هګۍ سره يو ځای شي او يو نوی فتوس رامنځته کړي.

په ۲۰۱۷ م کال کې نشر شوې يوه مقاله د طب په تاریخ کې ددې ډول پېښو شمېر يوازې لس يادوي.

د نیویارک پوست د خبر په بنسټ د @TheBlondeBunny1 نومي ټيک ټاک حساب څخه چې د ۲۳۵ زرو زيات تعقيب کوونکي لري، خپرې شوې ویډیو کې يوه مېرمن دا‌ ادعا کوي چې د لومړي ځل حامله کېدو وروسته سمدستي بيا حامله شوه.

له دې حساب څخه خپره شوې ویډیو تر ۵ میلیونو زياتو کسانو ليدلې ده، په دې ویډیو کې یوه مېرمن د خپل دریم اول د اومېدوارۍ په هکله خبرې کوي.

دا وايي چې ډاکټران ورباندې شکي شوی و ځکه یې ورته ویلي و چې د التراسون د معاينې لپاره به په اونۍ کې دوه ځلې روغتون ته مراجعه کوي.

د مېرمنې په وينا چې وروسته ډاکټرانو وليدل چې دا د لسو ورځو فاصلې وروسته په دريم اولاد حامله ده، لس ورځې وړاندې ډاکټرانو دې ته د دوو غبرګو ماشومانو زېری ورکړی و خو اوس ډاکټرانو دې ته وويل چې لس ورځې وروسته یې يو بل حمل اخيستی دی.

د دریو بچو اتله میرمن

ددې مېرمنې په بدن کې د وروسته د اومېدوارۍ بيا هګۍ اچول شوې ده او هورمونونه په دې نه دي توانيدلي چې ددې مخه ونيسي، په همدې حال کې هغه موکوس يا يو ډول نرم مواد چې د رحم دننۍ خوله بنده کړي هم تراوسه نه و جوړ شوي.

دا مېرمن وايي چې ډاکټرانو ورته ويلي چې درۍ واړه اولادونه یې روغ دي او هېڅ ډول ستونزه نه لري، په راتلونکو مياشتو کې مور کېدونکې مېرمن وايي چې نیت یې تر ۲۸ اونيو پورې خپل اولادونه پخپله خېټه کې وساتي خو که وکولی شي دا موده غواړي تر ۳۲ اونیو پورې اوږده کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.