The news is by your side.

  د پیشو او موږګ کیسه؛ ولسي جرګه له رحماني د اخیستل شوي قرارداد لپاره بودجه ردوي

خبریال وېبپاڼه/ د ولسي جرګې غړیو د تېرې شنبې په ورځ د دې جرګې عمومي غونډې ته د ۱۴۰۰ مالي کال بودجې دویمه مسوده وړاندې کړه، چې د رایو په اکثریت او د معاشونو د نه یوشان کېدو له امله رد شوه.
د دې جرګې رییس میرالرحمن رحماني یو ځل بیا د ښوونکو، اجیرانو او سرتېرو د معاشونو پر ډېرېدو ټینګار کړی او هغه یې سره کرښه بللې ده، خو پوښتنه دا ده چې ولسي جرګه څنګه پر ولس ښوونکو، سرتېرو او اجیرانو ورحمېده، پخوا یې ولې غم نه کاوه.

خبریال وېبپانې ته د رسېدولو اسنادو له مخې، د بودجې د نه تصویب لپاره د ښوونکو او سرتیرو معاشونه پلمه شوي، مګر اصل موضوع د هغه قرارداد ده چې د جرګې له رییس میررحمان رحماني څخه اخیستل شوی دی.

په اسنادو کې راغلي چې یاد قرارداد د افغان ځواکونو د تیلو قرارداد چې ۳۲۰ میلیونه ډالر کیږي او  سږ کال دفاع وزارت ته سپارل شوی، چې له هر چا سره یې تر دې په کم قیمت کوي.

خو د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني د پردې تر شا غوښتنه کړې چې دا قرارداد دې د پخوا په څېر دوام وکړي، تر څو بودجه تصویب شي، ځکه پخوا دغه قرارداد له د ملي بودجې په چوکاټ کې له رحماني سره شوی وو.

د اسنادو له مخې، یاد قرارداد ۳۲۰ میلیونه ډالر ارزښت لري، چې رحماني ته پکې څه باندې دوه سوه میلیونه ډالر پاتې کیږي.

میر رحمان رحماني د دې لپاره د ۱۴۰۰ بودیجه کې د ښوونکو، سرتېرو او اجیرانو د کم معاش په غم کې نه دی او نه د جرګې غړي دومره صالح دي، چې د ولس غم دې ورسره وي، بلکې هغه د چا خبره، پیشو د خدای لپاره موږک نه نیوه.

 د ولسي جرګې غړي تیر کال چیرته ول، چې سږ کال د متوازن انکشاف او عدالت رامنځته کولو اندېښنه ور پیدا شوې ده. د دوی احساس تیر کال ولې دومره نه و ژوندی چې سږ کال د دوهم ځل لپاره بودیجه ردوي.

 د ښوونکي معاش باید له وکیل او وزیر سره برابر وي مونږ په دې نیوکه نکوو ، خو کاش چې په رښتینې توګه د دوی د معاشاتو د لوړولو لپاره بودجه رد کېدای، نه د شخصي ګټو د پاللو لپاره.

رښتیا دا دي چې د اوسني پارلمان په موجودیت سړی د شرم احساس کوي، که د رحماني قرارداد بېرته بودجې ته داخل شي، نور جرګه بودجه تاییدوي او که داخل نه شي، نه یې تاییدوي؛ حتمن به داسې کېږي، ځکه رحماني د پارلمان د ریاست لپاره میلیونونه ډالر مصرف کړي، باید له همدې لارو یې پوره کړي.

 هڅه مو وکړه، چې په دې تړاو د خپله د میررحماني رحماني نظر واخلو، خو د بیا ـ بیا ټلیفوني اړیکو سربېره ونه توانېدو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.