هغه حیوانات چې د اوبو پر سرځي

داسې ژوي او حيوانات هم شتون لري چې د حرک او تللو او حتی د اوبو په سطح باندې د تللو لپاره خورا عجیب وړتیا لري ، کوم څارویان په اوبو حرکت کوي؟

په دې پوهیږو چې د اوبو پر سطحه تګ کول خورا سخت کار دی خو د ځنګلي اوسیدونکو ژویو لپاره بیا اسانه دی داسې حیوانات هم موجود دي چې کولای سي د اوبو پر سر حرکت وکړي.

۱ ـ د اوبو مارمولک

دغه ژوی له خپل کوره که څه د اوبو منځ ولاړه ونه کې وي کولای سي د اوبو پر سر ولاړو اوبو کې ولاړ سي او ان د خطر په وخت کولای سي چې تر اوبو لاندې هم ولاړ سي تر اوبو لاندې تګ په یوه ثانیه کې ۱،۵ او کله کله هم ۴،۵ مترو ته رسیږي، د دغه مارمولک پښې لوړې ګوتې  لري او  د بدن پوست يې  تر ګوتو پوري کش سوی وي چې یو له سره نښتي دي او کولای سي په تیزي سره د اوبو پر سره حرکت وکړي خو دا ځانګړنه لري چې  د تیز سرعت سره سره د خپل ځان توازن هم ساتلی سي.

او کله چې په اوبو کې لویږي په اسانۍ  سره لامبو وهلی سي خو تر لامبو وهلو ورته په وچه ځمکه باندې تګ خوند ورکوي، ځکه چې په اوبو کې د سمندري ښکاریانو خطر زیات وي

۲برازیلي ګکوي کوچنی ژوی

دغه ژوی ډیر کوچنی دی چې اصلا هم ښه نه دی وزن يې خورا کم دی او پښې یې هیدروفوبیک ته ورته دي چې له دې امله کولای سي په اسانۍ سره د اوبو پر سر سطحه حرکت وکړي دغه مارمولک ته ورته ژوی ان د امازون ترحشراتو هم  کوچنی دی چې له دې امله په ډیرو لږ اوبو کې هم کیدلای سي چې غرق سي خو د خپلو پښو په کمال نسي کولای اوبه يې ډوب کړي.

۳- د اوبو فشار په نوم وړه حشره

دغه وړه حشره د اوبو له حشرو څخه حسابل کیږي  چې دا د نورو حشراتو سره توپیر لري چې کولای سي د اوبو په اوږدو کې د خپلې وړتیا امله حرکت وکړي دغه حشره هم هیدروفوییک پښې لري چې له امله يې کولای سي د اوبو پر سطحه ولاړه سي، هغه چې کله د اوبو پر سر ځي نو د خپلو پښو په شکل سره دایره هم رسم کولی سي.

۴کب نیوونکې غړې

دغه غڼې د حوضونو او جهلونو ترڅنګ پیدا کیږي چې په دې ځایونو کې په خوراک او څښاک پسې ګرځي، هغه هرکله د اوبو د څو له لارې ښکار په لاس راوړي او کولای سي چې په اسانۍ سره د اوبو پر سره حرکت وکړي هغوی دا وړتیا لري چې وغواړي د اوبو په هره نقطه کې ځان پټ کړي او له خپل دښمن څخه ځان ورک کړي، ډیری غڼې حشرې خوري خو لويي غڼې کولای سي ماهیان او نور حیوانات هم وخوري.

دغه غڼې د خپلو هیدروفیک پښتو او سپک وزن له امله کولای سي په اسانۍ سره د اوبو پر سر ولاړه سي، فقط باید پښې نیمه لوړې ونیسي، د دوی په بدن لنډ ویښتان د بدن د شاوخوا هوایی حباب رامینځته کیدو لامل کیږي، هغوی کولای سي چې تر اوبو هم لاندې  سي او دغه کار تر یو ساعت هم کولای سي.

۵دلفین

دلفینان کولای سي بغیر له پښتو کولای سي  په اسانۍ سره د اوبو پر سر ولاړ سي او د اوبو د موج پر مهال د خپلو لویو وزرونو په واسطه کولای سي موزون حرکت وکړي.

نورو حشران او حیوانات د اړتیا په پام کې نیولو سره د اوبو پر سر حرکت کوي خو څیړونکي  وایي چې  دلقین یوازي د تفریح او ساتیري په وخت دغه کار ترسره کوي چې حرکتونه يي انسانانو ته ورته والی لري. کله چې هغوی د اوبو پرمخ د جګې لکۍ په وسیله حرکت کوي داسې برېښي لکه دا حرکتونه چې انسان ورته ښودلي وي.

۶کلارک بته

دغه بتې له ډیرو ځانګړنو ډکه ده او په ظاهره خورا ښکلي دی چې کولای سي له خپلې جوړې سره د اوبو پر سطحه یوځای حرکت وکړي، دا امرغان خپل بدنونه مخکې حرکت کوي او خپلې پښې لږې پورته کوي ترڅو دوی وکولی شي په اوبو حرکت وکړي، په عادې توګه د دوی جوړه هر وخت له دوی سره په دې حرکت کې ملګري وي او پر هرو ۲۲ ثانیو کې یو یو قدم اخلي دغه مرغان خپل ټول ژوند په اوبو کې تیروي او د خپلو نازکو پښو له امله نسي کولای چې وچه ځمکه کې  وخت تیر کړي

۷پترل مرغه

دغه سمندري مرغه داسې نه دی لکه مخکني مرغان چې مو یادل  کړل چې د اوبو پر سطحه ځي بلکي دوی د اوبو پر سطحه همداسې ښکاري، په حقیقت کې  دا مرغه په تیزي سره د اوبو پر سطحه ښکته کیږي چې د اوبو پرمخ له حشراتو خپل خواړه بشپړوي، د هغوی پښې خورا کوچنۍ  او له څو  قدمه بغیر نسي  کولای خپل حرکت ته دوام ورکړي.

۸کب نیونکی حیوان

دغه کب نیوونکی ژوی نسي کولای د اوبو پر سر حرکت وکړي خو داسې رسم درته کوي چې ولاړی دغه حیوان د اوبو تر سطحې لوړ ځې خو داسې ښکاري لکه د اوبو پرمخ چې  ځي، دغه حیوان کولای سي خپلې پښې اوبو ډیري نژدې  کړي او حرکت وکړي

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More