The news is by your side.

پينځه کال کېږي دا نجلۍ په یوه قفس کې ساتل شوې، خو ولې؟

خبريال وېبپاڼه/ په فلپین هېواد کې د يوې نجلۍ کيسه هغه وخت په ټولنيزو رسنيو کې ترېنډ شوه کله چې خلک خبر شول چې يوې کورنۍ خپله لور ۵ کاله په یوه قفس کې ساتلې ده.

دا ۲۹ کلنه پېغلې نجلۍ چې نوم یې Bebe ښودل شوی دی ۵ کاله کېږي د خپلې کورنۍ له لوري په یوه قفس کې بندي ساتل شوې ده، کورنۍ يې وايي چې لور رواني ستونزې لري او دوی یې د تداوۍ پيسې او مصارف نلري نو ځکه یې په يوه قفس کې بندي کړې ده.

دې پیغلې نجلۍ څو کاله وړاندې په یوه دوکان کې کار کاوه او په منظم ډول یې خپل درمل خوړل، خو وروسته له هغه چې د کورنۍ اقتصادي وضعيت یې خراب شو نو خپلې لور ته یې د درملو اخيستلو توان له لاسه ورکړ او په دې ډول یې د لور ناروغي ورځ تربلې زیاتېده.

د ژور خفګان تشخيص یې شوی و

موده وړاندې ددې نجلۍ رواني حالت خراب شو او کورنۍ یې دا يوه ځايي روغتون ته یوړه چې هلته ورته د ژور خفګان چې په د نجلۍ په مغزو يې شديد تاثير کړی و تشخيص ورته کېښودل شو.

د څه وخت لپاره ددې نجلۍ کورنۍ د خپلې لور د درملو تداوۍ پيسې ورکړې او لور یې هم په نسبي ډول روغه شوې وه او ان دغلته یې په يوه دوکان کې کار او دنده پيل کړې وه، خو کله یې چې د کورنۍ مالي حالت خراب شو نو ویې نشو کولی چې د خپلې لور درمل د درملتون څخه راوړي، له همدې کبله یې لور یو ځل بيا د شديد ناوړه حالت شاهده شوه.

کورنۍ يې څه وايی؟

ددې نجلۍ ورور Glyzel Bullos وايي چې خور یې د مجبوریت څخه په قفس کې بنده کړه، دده په خبره چې خور به یې هره ورځ ورکه وه، داسې يو ځاي کې به دوی ومونده چې دوی به هېڅ نه و ليدلی، ورور يې زياتوي چې نور به يې هره ورځ ورکېده د کور څخه به تښوله او دوی به سرګردانه پسې ګرځېدل.

د فليپين ځايي رسنيو ته ددې د کورنۍ يو بل غړي وويل چې د درملو د اخیستل وس مو نه درلود، خو کله به چې همداسې خوشي وه نو ځان به یې ضرر رساوه بيرون ته به وتله او د هر ډول بدې پېښې سره به مخ کېده، دی وايي موږ صرف ددې د خونديتوب لپاره دا نجلۍ په قفس کې واچوله.

د حکومت څخه د مرستې تمه

په ټولنيزو رسنیو کې د فلپين هېواد خلک دا ويډيو خپروي ترڅو د حکومتي چارواکو پام ورواړوي او ددې نجلۍ د تداوۍ لګښت حکومت ادا کړي.

تراوسه دا ویډیو په چې په قفس کې ددې نجلۍ څخه ډکه شوې ده په زرګونو خلکو شېر کړې ده.

د حکومت له لوري تراوسه کوم اقدام نه دی شوی او نه هم پدې هکله کوم مالومات چې شته مسول حکومتي چارواکي په دې پېښه خبر شوي که نه.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.