ستانکزي جدي بحث ياد کړ، ترټولو جدي بحث به په څه وي؟
خبريال وېبپاڼه/ وروسته له هغه چې پرون په دوحه کې د امريکا د متحده ايالاتو د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په هڅو د طالبانو د هيئت او د افغانستان د حکومت د هيئت د مشرانو ترمنځ يوه مهمه غونډه ترسره شوه اوس د افغان هيئت مشر مصعوم ستانکزي په یوه اونۍ کې د جدي بحثونو د پيل خبره کوي.
پرون وروسته له ډېر ځنډ څخه د دواړو لوريو ترمنځ يوه مهمه غونډه ترسره شوه، په دې غونډه کې د طالبانو له لوري شیخ عبدالحکیم او ملا برادر هم ګډون کړی و د حکومت له لوري بيا معصوم ستانکزي او نادر نادري هم د مهمو ګډونوالو څخه و.
جدي بحثونه به څه وي؟
د افغان حکومت د ټيم مشر وايي چې تر راتلونکې يوې اونۍ پورې به په جدي مسلو بحثونه پيل شي، دا جدي مسلې به هغه څه وي چې د حل کېدو او ورباندې د توافق په صورت کې به افغانان سولې ته نور هم ورنېږدې کړي.
ويل کېږي چې له دې جدي بحثونو څخه ترټولو جدي يې د حکومت جوړښت، ونډه او د حکومت د مشرانو ټاکلو تګلاره ده.
په دې خبرو کې به په دې هم بحث کېږي چې په افغانستان کې د حکومت نظام څه ډول وي، د حکومت مشر به د خلکو له لوري ټاکل کېژي، يا به د عالمانو او پوهانو د يوې شورا له لوري ټاکل کېږي او دې ته ورته نورې مسلې به په دې خبرو کې په جزياتو باندې څېړل کېږي او دواړه لوري به هڅه کوي یوه معقوله حل لاره پيدا کړي.
اوربند ته یو بل قدم
که چېرې داسې وشي چې د حکومت په جوړښت باندې ددواړو لوريو توافق حاصل شي نو وروسته له هغه به د اوربند په مسله باندې جدي خبرو ته لاره هواره شي.
په دې ډول به طالبان ډاډه شي چې دوی نور د افغانستان په راتلونکي حکومت کې ځای خپل کړ اوس به نو دوی ته د اوربند کولو څخه چندان ویره پاتې نشي.
که شومې بهرنۍ مداخلې نه وي
که د حکومت د شکل او ټاکل کېدو خبرې ښې په مخ ولاړې شي او دواړه لوري توافق ورباندې وکړي نو کېدی شي چې اوربند ته افغانان ډېر نېږدې شئ.
خو دا دواړه خبرې هم د ځینو شوم نیتو ښکار کېدی سي، که چېرې د ځينې دښمنو هېوادونو ناوړه مداخله شتون ونلري نو کېدی شي افغانان اوربند ته یو قدم نور هم نېږدې شي.
خو که د دواړو لوریو څخه کوم یو یې بهرنیو مداخلو ته غوږ ونه نيسي هغوی ته بلې هو ونه وايی نو کېدی شي افغانان د اوربند آرمان ته ورسېږي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.