The news is by your side.

یو شرکت د درې میاشتې سابو د خوړو په بدل کې ۶۸ زره ډالر ورکوي

خبریال وېبپاڼه/ په نړۍ کې ډېر داسې خلک شته چې هېڅ ډول خواړه نه خوري او خپله ټوله ګزاره یوازې په سابو (ترکاریو) کوي، خو دا چې خوراک هم کوې او پیسې هم ګټې، دا نو جالبه ده.

په انګلستان کې د خوړو یو شرکت چې ټول تولیدات یې ترکاري باب دي، اعلان کړی چې که څوک تل په غوښې خوړلو عادت وي او بیا یوازې د درېیو میاشتو لپاره غوښه ونه خوري او یوازې ترکاري وخوري، نو دوی به ورته ۵۰ زره پاونډه ورکړي چې ۶۸ زره امریکایي ډالر دي.

دې شرکت د دغه سیالۍ لپاره ۱۵۰۰ داسې کسان ټاکلي چې په غوښې خوړلو عادت وو، خو درې میاشتې به د غوښې څکه هم نه کوي او هره ترکاري چې شرکت ورکوي، دوی به یې په چوپه خوله خوري.

شرکت ددې کار لپاره یوه عمومي بلنه اعلان کړه، ډېرو خلکو ورته اسناد جمع کړل، خو دوی په دې ټولو کې یو کس وټاکه او یو قرارداد یې ورسره ولیکه. قرارداد کې دا و چې دا کس به درې میاشتې غوښه نه خوري او خلکو ته به هم په ټولنیزو رسنیو داسې ويډیوګانې خپروي چې هغوی له غوښې خوړلو واړوي او په ترکاریو یې عادت کړي.

که چېرې دا کس په درېیو میاشتو پرهیز کې بریالی شو، نو بیا به ورته یو بل وړاندیز هم کېږي او دې کس ته به د سل زرو پاونډو ترکاري یا سبزي هم په وړیا ډول اخیستل کېږي.

خو غوښې سره د دې خلکو څه دښمني ده؟

دښمني په خپل ځای، خو دا کار شرکت په اصل کې د خپل کاروبار د مشهورولو لپاره کړی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.