The news is by your side.

دا شپږ کارونه مو د اعصابو روغتيا ګواښي

خبريال وېبپاڼه/ لکه زموږ د بدن نور غړي همداسې مو مغز او يا هم اعصاب د ځینو کړنو څخه په منفي ډول اغيزمن کېږي، ځینې کارونه بيا داسې دي چې زموږ ورته چندان پام نه وي خو د مغزو د روغتیا لپاره مو په لوی ګواښ اوښتی شي.

يوه ترټولو عامه او زياته ترسره کېدونکې غلطي هم داده چې د شپې د خوب په وخت کې خپل سر پټ کړو، څېړنې ښيي چې د خوب په وخت کې خپل سر په کمپله يا بړستن کې پټول ددې سبب کېږي چې مغزو ته پوره اوکسيجن ولاړ نشي او مغز د اوکسيجن د کمښت سره مخ شي، په مغزو کې د اوکسيجن کم والی د مغزونو وړتیا او کار په جدي ډول له ګواښ سره مخ کوي.

د اعصابو د روغتيا لپاره يو بل لوی ګواښ هم په کافي ډول د اوبو نه څښل دی، پوهان وايي په کافي ډول د اوبو نه څښل د نور بدن تر څنګ په مغزو هم ډېر ناوړه تاثير کوي، نه یوازې چې د بدن مطلق اکثریت برخه مو له اوبو څخه جوړه شوې ده بلکې په بدن کې دننه د اړینو موادو انتقال هم د اوبو سره ممکن دی.

د مغزو د روغتیا لپاره په غيرې صحي ډول د تلیفون کارول هم یو ګواښ دی، پوهانو په وروستيو کې د مغزو د سرطان او تلیفون ترمنځ اړيکه کشف کړه، دا په دې مانا نه ده چې اوس دې تاسې هېڅ تلیفون نه کاروی، بلکې ددې زيان څخه د بچ کیدو لپاره په کار ده په مستقيم ‌ډول تلیفون غوږ ته ونه نيسئ په تليفون کې د خبرو کولو په وخت له ګوشکيو څخه کار واخلئ، د زیات وخت لپاره تلیفون ته مه ګورئ او وروستی همدا چې کله ویده کېدی تلیفون مو يا له ځان څخه لرې او يا هم بېخي په بله کوټه کې پرېږدئ.

کېدی شي باور مو رانشي خو د ایسکريمو خوړل مو هم د مغزو د ناروغۍسبب کېږي، ان که ځينې وخت ناڅاپي ایسکريم وخورئ نو د سر له درد سره مو هم مخ کولی شي، يخ شيان د وينې جريان ورو کوي او رګونه تنګوي، له همدې کبله د ډېرو یخو اوبو، یخو ایسکريمو او دې ډول شيانو د خوړلو او څښلو څخه ډډه کول ترټولو خوندي کار دی.

هغه کسان چې د سهار چاۍ يا صبحانه نه خوري هم د خپل مغز سره دښمني کوي، څېړنې ښيي هغه ماشومان چې په منظم ډول صبحانه خوري نو د مغزو وده يې زياته وي او په ځانګړي ډول په سيانسي درسونو کې تکړه کوی، د پوهانو د وينا مطابق د سهاري پوره نکول ددې سبب کېږي چې په وينه کې د شکر اندازه زياته کمه شي او دا هم د مغزو نورمال کارېدنه له ستونزې سره مخ کوي.

پوهان وايې ډېر زيات شکر يا بوره او يا دې ته ورته خواږه خوړل هم د مغزو روغتيا ګواښي، پوهان وايي چې زيات شکر کارول ددې سبب کېږي چې په مغزو کې منفي تاثير لرونکې عصبي ريښې زياتې فعالې شي، ساینس پوهان په دې اند دي چې زيات خواږه خوړل ان د انسان په حافظه باندې ناوړه تاثير کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.