کوټه کې طالبانو مهمې ګمارنې وکړې

خبریال وېب پاڼه – وسله والو طالبانو په پاکستان کې د افغانستان د دریو ولایتونو لپاره نوي والیان وټاکل.
د کندهار لپاره یې د صدر ابراهیم مرستیال ملاداود چې په مزمل مشهور دی د والي په توګه ټاکلی او د زابل ولایت ته یې د هلمند پخوانی والي ملا احمدزی بلوڅ ټاکلی دی.

د هلمند لپاره د حاجي امین وفا په نوم کس دوالي په توګه طالبانو ټاکلی دی؛ وفا تر دې وړاندي‌ د کندهار والي وو او د سپین بولدک ولسوالي اسیدونکی دی د کندهار تر ولایت وړاندي دملاروف موټروان وو او په خټه نورزی پښتون دی.‌

د کوټې شورا یوه غړي خبریال وېبپاڼې ته وویل چې دا تغیرات چې په کوټه کې د حقاني‌ شبکې د شیخ صیب او ملا خلیل له ورتګ سره شوي‌نور هم پراخېدلای شي.

د سرچینې په خبره چې د ټاکنو په پړاو کې د شهیدانو او معیوبینو کمېسیون ته د ملا رازق په نوم یوکس ټاکل شوی چې په خټه اڅګزی پښتون دی او پخوا د ملا محمد رسول ملګری وو.‌
ملا رازق اوس د حقاني‌شبکې سره نېژدې شوی او تر ډېره بریده د حقانیانو د یوه خاص کس ځای لري.

د پاکستان د بلوچستان ایالت سرښار کوټه اوس د طالبانو په عمومي‌ مرکز بدله شوې او جګړې ته د ځوانانو د راغونډولو سره سره خپلې ټولي ټاکنې هم هلته کوي.‌
د حقاني شبکه چې مرکز یې پېښور دی اوس تر بل هر وخت په کوټه کې ډېره فعاله شوې ده.‌
د طالبانو سرچینې وايي چې طالب مشران ځیني‌ په کراچي او ځینو نورو یې د کاروبار په لحاظ هم اوس کوټې ته مخه کړې ده.‌

د خبریال وېبپاڼې سرچینې وايي چې د طالبانو د سیاسي‌دفتر د مشر ملا برادر دوه زامن په کراچي‌او منځوی زوی یې اوس په کوټه کې د ځمکو کاروبار پیل کړی دی.‌

د طالبانو والیان او لوړرتبه چارواکي‌افغانستان ته سفر نه کوي‌او د د دوی ټوله احکامات د افغانستان پر ځای له کوټې ورکول کیږي.‌
کوټه چې یو وخت یې د مجاهدینو د مرکز بڼه خپله کړې وه اوس د طالبانو په مرکز اوښتې او او ځوان یا په جګړه کې ښکېل طالبان د امکاناتو د ترلاسه کولو او هم دا راز د خپلو مشرانو لیدلو ته په کوټه کې انتظار کوي.

تر اوسه لا دا روښانه نه ده چې د طالبانو وروستي تغیرات به د زابل، کندهار او هلمند پر جګړه څه اغیز وښندي، خو تر دې وړاندي ‌داسي‌شوي دي چې قوماندانان ځانونه خپلو مشرانو ته ثابتوي نو جګړه زور اخلي .

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More