د کبانو ډولونه وپيژنئ

خبريال وېب پاڼه: کبان چې د ژونديو موجوداتو له جملې څخه دي چې خپل ټول ژوند په اوبو کې تيروي.
د کبانو ځيني ډولونه په خوږو اوبو ځيني يې په تروو اوبو او ځيني نور يې هم په خوږو او هم په تروو اوبو کې ژوند کولی شي.
کبان د برانشونوپه واسطه تنفس کوي خو يو ډول نور کبان شته چې د سږو په واسطه تنفس کوي اود ډيپنو په نوم ياديږي.
کبان ډير ډولونه لري خو هغه چې يې پيژندل شوي په لاندي ډول دي،
۱: د ګردې خولې کبان، دا کبان استوانه يي بدن لري پلنه او نرۍ لکۍ لري پوټکی يې نرم او صاف دی ژامې او حرکي غړي نه لري تنفس د جوړه برانشونو په واسطه کوي القاح يې بهرنۍ ده هم په تروو او هم په خوږو اوبو کې ژوند کولی شي لکه هګ فش ډوله کبان.
۲: ککرکي لرونکي کبان، ددې کبانو سکليټ له کرپندوکي جوړ دی اکثره يې د سمندر په اوبو کې ژوند کوي کلک پوټکی لري شاپرونه او ژامې يې غاښونه لري د جوړه برانشونو په واسطه تنفس کوي بيلا بيل جنسونه او ډولونه لري او نسل يې د هګيو په واسطه ډيريږي يعني د لومړی هګۍ اچوي بيا د هګۍ څخه يې بچي پيداکيږي لکه شارک ډوله کبان.
۳: هډوکي لرونکي کبان، ددې ډول کبانو سکليټ (بدن) له هډوکو جوړ دی ددې کبانو د بدن اوږودوالی سره توپير لري بيلابيل ډولونه لري ددې ډول کبانو ډير وړوکی کب د (ګوبي) دی چې ۱۰ ملی متره اوږدوالی لري دا کبان هم په خوږو هم په تروو هم په يخو او هم په تودو اوبو کې ژوند کولی شي تنفس د برانشونو په واسطه کوي دا کبان سر لکۍ او تنه لري سر يې د بد په مخکينۍ برخه کې واقع دی د تنې په بهرنۍ برخه کې شاپرونه لري او لکۍ يې هم د شاپر څخه جوړه ده او لکۍ يې په خوځښت کې مرسته کوي د اوبو د وچيدو يا کله چې وچي ته شي بيا د يو څه وخت لپاره د سږو په واطه تنفس کوي.
ددې ډول کبانو له جملې څخه يو ډول يې چې اپي سرتودس نوميږي او په اسټراليا کې پيداکيږي سږي لري.