هغه لس ښارونه چې د نړۍ ترټولو ښکلې نجونې پکې ژوند کوي

خبريال وېبپاڼه/ په نړيواله کچه ترسره شوې يوې سروې په ډاګه کړې چې د نړۍ ترټولو زیاتې ښکلې مېرمنې په لاندې لسو ښارونو کې ژوند کوي.

لومړی هغه ښار چې پکې ډېرې ښکلې نجونې ژوند کوي د شمالي اروپا مشهور سټاکهلم دی، دا ښار د سويډن هېواد پلازمېنه هم ده، په سروې کې ترټولو زياتو خلکو دا ويلي دي چې تراوسه يې ترټولو زياتې ښکلې نجونې د سويډن په پلازمېنه سټاکهلم کې ليدلې دي.

په دوهمه درجه کې هم يو اروپايي ښار راغلی دی، په دې سروې کې ګډون کوونکو کسانو له سټاکهلم وروسته ترټولو زياتې رایې د ډنمارک هېواد پلازمېنې کوپنهاګن ته ورکړې دي، ډنمارک يو له هغه هېوادونو څخه دی چې ډېر سيلانيان يې با کيفيته خلک وي.

په دريمه درجه کې بيا کوم اروپايي هېواد شتون نلري، په دې سروې کې په دريمه درجه کې ترټولو زياتې ښکلې نجونې‌ په بونېس ايرېس کې ښودل شوي دي، بونېس ايرېس د ارجنټاین هېواد پلازمېنه ده چې په جنوبي امريکا کې موقعيت لري.

په څلورم نمبر کې بيا هم اروپائي هېواد راغلی دی، ددې سروې په بنسټ ترټولو زياتې ښکلې نجونې له پورته دریو هېوادونو وروسته د بلغاريا په هېواد کې ژوند کوي، په ځانګړي ډول د بلغاريا د وارنا ښار هغه ښار ښودل شوی دی چې هلته ترټولو زياتې ښکلې نجونې ژوند کوي.

په پينځم نمبر کې بيا دا ځل وار د امريکا د متحده ايالاتو دی، ددې سروې په بنسټ چې له پورته څلورو ښارونو وروسته ترټولو زياتې نجونې په لاس انجلس کې ژوند کوي، لاس انجلس د کاليفورنيا مرکز دی چې په نړيواله توګه د چکر او سات تېريو ترټولو مشهور ځای ګڼل کېږي.

په شپږم نمبر بيا د روسیې هېواد راغلی دی، ددې سروې په بنسټ د پورته پینځو ښارونو وروسته د نړۍ ترټولو زیاتې ښکلې نجونې د روسيې په پلازمېنه مسکو کې ژوند کوي، د روسي نجونو صفتونه د نړۍ په هره برخه کې کېږي.

په اووم نمبر کې بيا هم د امريکا د لویې وچې څخه يوه ښار ځای نيولی دی، ددې سروې په بنسټ چې د پورته شپږو ښارونو وروسته د نړۍ ترټولو زیاتې ښکلې نجونې په کاراکاس کې ژوند کوي، کاراکاس د ونزویلا هېواد پلازمېنه ده.

په اتم نمبر کې بيا د کاناډا هېواد یوه ښار خپل ځای ثابت کړی دی، ددې سروې په بنسټ چې د پورته اوو ښارونو وروسته ترټولو زياتې نجونې د کاناډا په مونېترال ښار کې ژوند کوي.

په نهم نمبر کې بيا د منځني ختيځ څخه يو هېواد خپل ځای نيولی دی، د پورته اتو ښارونو وروسته د نړۍ ترټولو زیاتې ښکلې نجونې په Tel Aviv کې ژوند کوي، تېل اویويو د اسراییلو هېواد پلازمېنه ده.

په لسم نمبر کې بيا د هالنډ هېواد پلازمېنه امستردام ځای لري، هالنډ چې د ګلانو د هېواد په نامه هم مشهور دی په ښکلو نجونو کې نوم لري، ددې سروې په بنسټ چې د پورته نهو ښارونو وروسته د نړۍ ترټولو زیاتې ښکلې نجونې په امستردام کې ژوند کوي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More