امریکا الوتونکی موټر جوړوي

خبریال وېبپاڼه/ په امريکا کې د ارچر په نوم يو شرکت وايي، چې د ٢٠٢٣کال پورې به د الوتکې په څېر الوتوونکی موټر جوړ کړي.

دغه موټر جوړونکي شرکت ياد الوتونکي موټر باندې کار شروع کړی دی او وايي چې دا موټر به په اسانۍ سره الوتل او ناسته کوي او تر ٢٠٢٣کالو پورې به ګټې اخیستنې ته چمتو شي.

د یاد شرکت مسوولین زیاتوي چې دا الوتونکی موټر به په في ساعت کې ٥٥ ميله سفر وکولای شي او وايي چې دا د الوتونکي موټر لومړۍ پروژه ده او له دې وروسته به په لويه کچه الوتونکي موټرې جوړې او بازار ته به يې وړاندې کړي.

د ارچر شرکت مسوولينو ويلي د دې ډول موټر جوړولو څخه يې هدف خلکو ته د لنډ سفر کولو لپاره اسانه،چټک او ارزانه ترانسپورټ رامنځته کول دي.

تر دې وړاندې سلواکیا، چین، جاپان، فرانسې او یو شمېر نورو هېوادونو هم الوتونکي موټر جوړ کړي دي، چې په نړۍواله کچه نندارې ته وړاندې شوي دي.

نړۍ د ټکنالوژي په برخه کې بېخي نادرې کوي، لکه الوتونکي موټر چې په دې اوس اوس کې یې دنیا په سر اخیستې ده.

د الوتونکو موټرو جوړونکي شرکتونه ژمنه کوي چې دغه موټر به له ترافیکي ګڼې ګوڼې سره مرسته وکړي او خلکو ته به لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More