The news is by your side.

د لوږې په وخت کې دا ۵ کارونه هېڅکله مه کوئ

خبريال ویبپاڼه/ د خوړو په هکله بايد تل د پام څخه کار واخيستل شي ځکه زموږ په روغتيا په مستقيم ډول اغېز کوي، ځینې کارونه دي چې وروسته د ډوډۍ خوړلو باید ترسره نشي او ځینې کارونه دي چې مخکې له ډوډۍ خوړلو په خالي معده بايد ترسره نشي، په دې ليکنه کې موږ په خالي معده د نه ترسره کېدونکو کارونه په هکله خبرې کوو.

هڅه وکړئ په خالي معده ځینې درمل ونه خورئ، بدون له هغه درملو چې ډاکټر درته سپارښتنه کړې وي نور هېڅ ډول درمل په خالي معده مه خورئ، په ځانګړي ډول اسپرين او پراستامول په خالي معده مه خورئ، نه یوازې دا چې په خالي معده ددې ډول خوړو خوړل ددې درملو تاثير او اغېز کموي بلکې د ډېرو لويو روغتيايي ستونزو سبب هم کېدی شي.

په خالي معده باندې د قهوې څښل هم د روغتیا لپاره ښه نه دی، په دې باندې پوهېږو چې د قهوې څښل د ډېرو خلکو لپاره یو عادت جوړشوی دی خو په هر صورت کې بايد وخت او زمان ته وګورو، په خالي معده د قهوې څښل ددې سبب کېږي مې ځینې مصر اسید او تېزاب رامنځته شي چې دا بيا د معدې د روغتیا د ټول هاضمې د سيستم د روغتیا لپاره ګواښ جوړوي.

ژاولې ژول کېدی شي ستاسې ډېر خوښ وی، خو په خالي معده یې باید د ژولو څخه ډډه وکړي، تاسې پوهېږئ چې د ژاولو ژولو په وخت کې ستاسې معده د خوراک لپاره تياري نيسي چې یو څه راروان دي او تېزاب توليدوي، خو کله چې معدې ته څه ورنشي او ستاسې معده تېزاب تولید کړی دا بيا ستاسې د معدې داخلي سطحه او دېوال تخريبوي.

په خالي معده ویده کېدل هم سالم او روغ کار نه دی، که تاسې هڅه وکړئ چې په خالي معده ویده شئ نو ډېر په سختۍ به خوب درشي، نه یوازې په سختۍ به ویده شئ بلکې خوب به مو هم ډېر سطحي وي او خوب به مو پوره نشي، په اصل کې په ډکه معده هم ویده کېدل ښه نه دی په خالي هم، ترټولو ښه خبره داده چې د ويده کېدو څخه کم تر کمه دوه ساعته مخکې یو څه وخورئ.

که غواړی چې له جيب څخه مو کمې پيسې ووزي نو په خالي معده هېڅکله مارکېټ ته مه ځئ، ځکه ستاسې سترګې وږې وي او دومره ډېر شيان اخلی چې اړتيا نه ورته لرئ، مخکې له دې چې مارکېټ ته ولاړ شي نو په کور کې يو معمولي شئ نوش جان کړي ترڅو په مارکېټ کې مو عقل معده پخپل لاس كې وانخلي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.