د ماضي سره خدای پاماني، طالبان د مدنیت په لور
خبريال وېبپاڼه/ تازه د طالبانو مرستيال مشر ملا برادر په دوحه کې د چينيايي سفير څخه غوښتي دي چې له افغانستان سره د کورونا ويروس په مخنيوي او ددې ويرويس د واکسين په برخه کې مرسته وکړي.
د طالبانو د مشرانو له لوري د بهرنيانو څخه د افغانستان لپاره د مرستې غوښتل په داسې حال کې مطرح کېږي چې دې ډلې پخوا د بهرنيانو څخه مرسته غوښتل هم په عقيدوي لحاظ نا مناسب ګاڼه او هم یې د افغان حکومت سره په دې برخو کې مرسته کېدونکې مرستې په نښه کولې.
طالبانو تر دې وړاندې د افغانستان په ډېری سيمو کې د هر ډول عام المنفعه پروژې مخالفت کړی مګر په دې شرط چې دوی ته پکې یوه فيصدي وټاکل شي، خو ددې فيصدۍ ورکولو پايله به دا وه چې په هغه به دوی بېرته وسلې واخيستې او د حکومت او هېودوالو په ضد به یې استفاده کولې، هېودوال ځکه وايو چې ډېری عام افغانان چې په هېواد کې په کاروبار بوخت دي طالبان يې دا کاروبار ناروا ګڼي او مر+ ګ یې روا ګڼي.
د چین څخه مرسته غوښتل بیا د طالبانو د بدلون يوه بله پایله ده، چين يو له هغه هېوادونو څخه دی چې نه يوازې د اسلام ضد کلکه پاليسي لري بلکې د هر دین ضد پاليسي لري او په ټوله کې ددين خلاف دی، بله د پام وړ خبره داده چې چين په دې وروستيو کې په سينجان او نورو سیمو کې په ميليونونو مسلمانان بند کړي دي.
چین تقريباً دوه ميليونه مسلمانان په کمپونو کې قيد کړي دي، هلته هڅه کېږي دوی د اسلام څخه لرې شي، په دوی هلته ډول ډول ظلمونه روان دي، چين په ښکاره اوس وايي چی مسلمانې ښځې یې د ماشوم جوړلو له ماشين څخه خلاصې کړې، دوی په ښکاره دا مني چې دوی مسلمانو ښځو ته داسې درمل ورکړي دي چې هغوی وچې کړی او اولاد يې پيدا نشی، چين د مسلمانانو نسل وچول غواړي.
هغه طالبانو چې اسامه بن لادن يې امريکا ته نه سپاره دا يې د اسلامي ورورولۍ خلاف کار ګاڼه، اوس چې د چين غوندې یو هېواد څخه چې د مسلمانانو نسل وچول غواړي مرسته غواړي، ددې په ځای چې چين وغندي او د مسلمانانو په وړاندې د روان ظلم په هکله نیوکه پرې وکړي ورڅخه مرسته غواړي، اوس نو طالبان وايي چې ددوی پاليسي د افغانستان له پولو بهر نه ده.
اوس نو که څوک طالبانو ته وايي چې دا اسامه خو هم عرب و او د افغانستان د پولو بيرون مسله وه نو په هغه مو ولې ټول هېواد وران کړ، هغه مو ولې امریکا ته تسليم نکړ هغه وخت مو ولې د امت پرستۍ چيغې وهلې او اوس ولې خاموش یاست.
اوس طالبان هڅه کوي چې ځان ددې پېړۍ سره عیار کړي خو دا هڅه بايد ډېره مخکې پيل شوې وی، مخکې له دې چې دوی په خپلو قانټزيو افغانستان دې حالت ته رارسولی وی دوی بايد مخکې مدنیت په لور قدم اېښی وی.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.