The news is by your side.

د نړيوالو مرستې د طالبانو له رضایت سره وتړل شوې

خبريال وېبپاڼه/ په دوحه کې بين الافغاني خبرې درېدلې دي، طالبان د افغان حکومت له هيئت سره خبرو ته نه حاضريږي او ځینې شرطونه وړاندې کوي، افغان حکومت بیا ددې شرطونو منل له وړاندې رد کړي دي او د جګړې د تیارۍ خبرې کوي.

د بلې خوا د افغانستان د ملي پخلاينې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله بیا د اشرف غني د اړخ کلکو څرګندونو څخه ځان لرې نيسي او وايی چې دوی د طالبانو ټول شرطونه مني خو طالبان بايد لومړی ددوی سره یوه توافقنامه وکړي، عبدلله عبدالله زياتوي چې لومړيتوب یې په خبرو کې اوربند دی خو د خبرو دوام ته په هر صورت ژمن دي.

په دې حساس وخت کې د افغانستان د حکومت د ټيم د یوه غړي هغه خبرې رسنیو ته راوتلې دي چې د موقت حکومت راتلل حتمي بولي او د اشرف غني عمر لنډ ګڼي، د افغان هيئت دغه غړی وايي چې اشرف غني هېڅ ډول ملاتړ نه لري نړيواله ټولنه صرف د طالبانو سره د سولې په صورت کې مرستې کوي او زياتوي چې د نظام په ځای به حکومت قرباني کړي.

د نړيوالو مرستې د طالبانو رضایت
نړيوالو تقريباً دوه لسیزې په افغانستان باندې د حاکمو حکومتونو سره مرستې وکړې، په دې حکومتونو کې یې د خپلې خوښې بدلون راوست، ځکه دوی ددې حکومت مصرف ورکوي او که کومه غوښتنه ولري نو حکومت يې مجبور ومني ځکه چې د نه منلو په صورت کې مرستې بندېدې.

اوس نو نړيوالو دا ځل خپلې مرستې د طالبانو سره د سولې د خبرو په بريا پسې تړلې دي، که چېرته دا خبرې ناکامېږي نو د اشرف غني په مشرۍ د موجود حکومت سره به نړیوال هېڅ ډول مالي مرسته نکوي او ان وعده شوې مرستې مشروطې دي او د سولې د خبرو د نه په پرمختګ په صورت کې نه ادا کېږي.

افغان حکومت اوس دوه لارې لري، يو دا چې د طالبانو سره د سولې خبرې وکړي چې دا پخپله د حکومت د پای ټکی دی، او بل دا چې خپل مالي منابع له بلې سرچینې تامين کړي.

ولې موقت حکومت؟
د موقت حکومت طرفداران وايي چې طالبان د غني تر مدیریت لاندې د حکومت د مشر ټاکلو هغه که ټاکنې وي او يا کومه شورا وي خوندي نه ګڼي، د حکومت لپاره د مشر ټاکلو هره پروسه چې ټاکل کېږی نو بايد مشري یې بدون له غني څخه بل څوک وکړي.

خو ځینې کسان بيا ددې ستونزې حل په بل ډول هم ممکن بولي، يوه ډله خلک بيا وړانديز کوي چې د ټاکنو سيستم دې کاملاً شفاف شي د طالبانو او د شفافیت د بنسټونو ټولې غوښتنې دې پکې ومنل شي د ټاکنو په کميسيون کې دې لاړم تخنيکي او بشری بدلونونه راشي او د مؤقت حکومت په ځای دې اوسنی حکومت نوي ټاکل شوي حکومت ته واک وسپاري.

خو ستونزه لا له دې ژوره ده، ځکه تراوسه ان طالبانو په ټاکنو خپل باور او دریځ نه دی ښودلی، ښکاري داسې چې طالبان ټاکنو ته چندان زړه نه نيسي.

حکومت د نظام قرباني
د افغان حکومت د ټيم د يوه غړي په افشا شوي خبرو کې ليدل کېږي چې هغه د حکومت او اشرف غني د قربانۍ خبره کوي، دی وايي چې دا ځل بايد حکومت د نظام قرباني شي.

د ياد غړي په اند چې حکومت کوم چې له ولسمشر او وزيرانو څخه جوړ دی باید قرباني شي ددوی موقفونه نورو ته ورکړل شي او نظام کوم چې بنسټونه دی، عام مامورين دي وساتل شي.

 

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.