The news is by your side.

هغه ۵ خبرې چې خلک یې درڅخه تمه لري

ډېر کله انسانان د نورو څخه د ښو شيانو تمه کوي، ټول پام يې په دې وي چې نورو دوی ته څه ورکړي دي، خو خپله دا فکر کم کوي چې دوی نورو ته څه ورکړي، د نورو څخه د خوښی ورکولو هیله کوي خو دې ته فکر نکوي چې دوی د نورو انسانانو ژوند ته خوښي ورکړې او که نه، له همدې کبله په دې ليکنه کې تاسې ته لس داسې جملې درښيوو چې په کارولو سره یې مقابل طرف ستاسې څخه د زړه نه خوشحاله کېږي.

لومړی
ستا په هکله فکر کوم، فرض کړی يو ملګري ته مو زنګ وکړ چې همدا اوس مې ستا په هکله فکر کولو، څنګه شو هغه ستونزه دې حل کړه، فکر وکړے هغه کس به څومره خوښ شي، د ځان سره به وايي چې شکر داسې دوستان لري چې ددې په هکله فکر کوي او دوی ته متوجه دي.

دوهم
ښه مې وليدې، ډېری کسان چې خپل دوست يا شناخته د یو څه وخت وروسته وويني فوراً په يوه منفي خبره پيل وکړي، د مثال په ډول خپل ملګري ته وايې چې څنګه داسې خسته يې، ولې خفه ښکارې، ضعيف شوی يې، وزن دې له لاسه ورکړی، دا هغه جملې دي چې انسان خواشینی کوي، ددې په ځای که يو څوک په ښه حالت کې هم نه وي، ورته وواياست، چې څومره ښه شوی دی، څومره ښه مو وليد، څومره ښه ښکاري، په مخ کې یې رڼا ده، دا ډول جملې که هغه کس خفه هم وي خوشحاله کوي.

دريم
کله مو چې د يو چا څخه نوي څه زده کړل، نوې خبره مو ورڅخه واورېده، نو ددې یادونه ورته وکړئ، ورته وايی چې دا مو له هغه زده کړل، څومره ښه څيز دي، څومره ښه نظر دی، دا هم هغه کس خوشحاله کوي او هم يې پخپل کار کې تشويقوي.

څلورم
يو ملګري ته مو ناڅاپه زنګ وکړئ، يا يې خواته ورشئ، ورته وايی چې ياد شوی مو دی، د خپلو تېرو ښو ورځو څخه بحث وکړئ، دا به هغه ډېر زيات خوشحاله کړي، او هم به ددواړو دوستي قوي کړي.

پينځم
انسانان مختلف دي، هرڅوک ځينې ښه او ځينې ناوړه خويونه لري، خو ترټولو بد کس هم يو ښه خوی لري، د يو‌ ملګري ترټولو ښه ځانګړنه مو ورياده کړئ، ورته ووايی چې دا ځانګړنه یې ډېر ښه ده، دا به هم ويل بل يانې هغه کس خوشحاله کړي او يا هم به ستاسې دوستي غښتلې کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.