The news is by your side.

د حساسو نجونو زړونو ته د ننوتو ۷ لارې

خبريال وېبپاڼه/ د حساسو نجونو زړونو ته لار پیدا کول ډېر ګران کار نه دی خو په کوچنۍ غلطۍ دا کار او لاره ډېره زياته سختېدلای شي.

حساسې نجونې په کوچنۍ غلطۍ سره د یو کس په وړاندې د خپل زړه دروازې تړلی شي، له همدې کبله ددې ډول نجلۍ د زړه د ترلاسه کولو لپاره باید د ډېر زيات پام څخه کار واخیستل شي.

په غلطۍ اعتراف وکړئ د صداقت نښه ده، پوهېږئ په ځينو داسې غلطیو چې هغه ډېرې معمولي غلطۍ وي، اعتراف کول مقابل انسان ته دا ذهنیت ورکوی چې تاسې ډېر صادق انسان ياست او خپله غلطي پخپله بيانوئ خو دروغ نه وایی، خو پام کوئ چې د کومې لویې غلطۍ په هکله اعتراف ونکړئ.

پوهېږئ انسان له ذهن څخه عبارت دی، په تاسې ستاسې دا بدن ځکه ګران دی چې تاسې ته د حس د درک کولو قوه درکوي، که ستاسې لاس وي خو حس نه وي پکې، يو څه نشي حس کولی نو دومره ارزښت به ورنکړئ لکه اوس يې چې ورکوئ.

له همدې کبله د انسان د ذهن مېکانيزم او تګلاره وپېژنئ، ترڅو تاسې ته د انسانانو په وړاندې د سم دریځ قوه درکړي.

د حساسو نجونو هم ټوله کیسه هم په ذهن کې ده، د هغه د ذهن په هکله بايد فکر وکړئ، د نجونو په ذهن کې چې څومره ځان ځايول سخت دي بيا وتل ترې هم همدومره سخت دي.

پدې باندې پوه شئ چې ډېر موجودیت ستاسې ارزښت کموي، له همدې کبله تل د انسانانو په منځ کې مه اوسئ همدا ډول تل هم د هغه نجلۍ چې تاسې غواړئ زړه ته یې لار پیدا کړئ په مخ کې موجود مه اوسئ، يو ناڅاپه د یو څه وخت لپاره ځان شاته کړئ.

دا تاسې په داسې يو شي بدلوي چې تل د لاسرسي وړ نه وي، په ياد ولري چې هېڅوک دداسې يو شی شوقي نه دي چې په اسانۍ ترلاسه کېږی، کله کله ستاسې نه شتون او تاسې ته نه لاسرسی ددې سبب کېږي چې نور ستاسې په ارزښت پوه شئ.

له ډېرو خبرو ډډه وکړئ، ډېرې خبرې ددې سبب کېږي چې ستاسې څخه د غلطۍ کولو چانس زيات شي، څومره چې لږ خبرې کوئ هومره لږ مسولیت په غاړه اخلئ ځکه هره خبره يو مسولیت لري.

يو طرز غوره کړئ، مثال ډېر وخت تورې جامې اغوندئ، يا هم کوم بل رنګ، داسې چې نه ستاسې ټولې جامې تورې وی بس یو شي یې چې تور وی بسنه کوي، دا ددې سبب کېږي چې تاسې يو بېل طرز ولرئ او نورو څخه بېل و اوسئ.

هېڅ وخت د ځان په هکله هېچاته پوره مالومات مه ورکوئ، يو څه داسې پرېږدئ مې چې نور ستاسې په هکله ورته تشويش وکړي، په ياد لرئ هېڅوک هغه فلم نه ګوري چې ټوله کيسه یې ورته مالومه وي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.