The news is by your side.

که دا نښي ولرئ نو د واده لپاره اماده نه ياست!

خبريال وېب پاڼه: که غواړئ چيري کوژده وکړئ او د هغه انجلۍ کور ته په جرګه(مرکه) ورځئ چې ستاسو خوښيږي او يا هم د هلک کورنۍ تاسو پسي په مرکه راځي لومړی ځان باوري کړئ چې تاسو د متاهل کيدو حقدار ياست يا نه؟ او يا هم که کوژده مو کړي وي او د واده کولو پلان لرئ نو بايد دا ټکي په نظر کې ونيسئ چې تاسو د واده لپاره اماده ياست يا نه؟.

ځکه که چيري تاسو د واده لپاره اماده نه ياست او واده وکړئ تاسو به د ډيرو ستونزو سره مخ شئ د انسان حالت مخکي او وروسته د واده ډير توپير کوي له واده مخکي په انسان هيڅ داسي کوم خاص مسؤليت نه وي خو د واده وروسته بيا انسان ته ډير مسؤوليتونه ور په غاړه کيږي لکه د اولاونو د خوارک، پوښاک، تعليم، سيالۍ، اولادونو ته د ښه ژوند برابرول او خپلي کورنۍ نظم، اخلاق، سيالي هغه مسؤوليتونه دي چې انسان ته وروسته د واده ور په غاړه کيږي او بيا انسان مجبور دی چې دې مسؤوليتونو ته غاړه کيږدي.

په دې ليکنه کې به په دې وپوهيږئ چې ايا تاسو د واده لپاره اماده ياست او کنه؟

لومړی کم وخت کيږي چې انجلۍ او يا هلک پيژنئ: که تاسو د يوه انجلۍ يا هلک خوښ شي چې کم وخت کيږي چې له هغي سره اشنا شوي ياست او هغه پيژنئ او غواړئ چې هغه د خپل ژوند شريکه يا شريک وګرځوئ نو بيړه مه کوئ لومړی د هغه کس په خوي او خاصيتونو ځان سم وپوهوئ چې ستاسو خوښ وي د هغي د تير شوي ژوند په اړه تحقيق او پلټني وکړئ چې ددې کس تير شوی ژوند څه ډول دی د هغي د تعليم، کاروبار، ملګرو، کورنۍ او نورو پسې وګرځئ او د پوره اطمينان حاصلولو وروسته د خپل راتلوونکي د ژوند د شريک په اړه تصميم ونيسئ چې وروسته بيا د پيښيمانئ احساس ونکړئ.

دوهم دا چې په هغه کس ازمايښت ترسره کړئ چې ستاسو خوښ بايد يو څو داسي ازمايښتونه پري ترسره کړئ چې هغه يې د کولو توان ورلري که چيري ازمايښت کې کامياب شو نو د خپل ژوند ملګری يې وټاکئ.

دريېم دا چې که چيري ستاسو مور او پلار ستاسو لپاره کوم څوک خوښ کړي وي او غواړي چې ستاسو واده د هغي سره وکړي نو مخکي د کوژدې کوښښ وکړئ هغي سره خبري وکړئ او هغه کس په اړه ځان خبر کړئ چې دا به هغه کس وي چې تاسو يې په لټه کې وئ يا نه؟

څلورم دا چې مخکي د واده لومړی ځان لپاره د يو ښه ژوند په لټه کې شئ تعليم وکړئ دنده پيداکړئ ځان لپاره د کاروبار غم وکړئ ترڅو ستاسو راتلوونکي د ستونزو خالي وي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.