The news is by your side.

٦٠زره بې وزله ماشومان د کابل په واټونو کې کار کوي

خبریال وېب پاڼه/ نږدې شېيته زره بې وزله ماشومان د کابل ښار په واټونو کې کار کوي.

د ماشومانو څخه د ملاتړ ادارې یا یونیسف د یو راپور په بنسټ څه کم شپېته زره افغان ماشومان د کابل ښار په واټونو کې د بې وزلۍ له امله کارونه ترسره کوي.

دا په داسې حال کې ده چې وړاندې تر دې د بشري حقونو نړیوالې څارونکې ادارې هم ویلي و، چې افغانستان کې د پنځه نه تر لسو کلونو عمر درلودونکي ماشومانو یو پر څلورمه برخه یې اړ يی چې د خپلو کورنیو له پاره ډوډۍ پيدا کړي.

یونیسف په داسې حال کې دا راپور خپروي چې افغانستان کې د کرونا ویروس زیاتېدو څخه په ښارونو کې ګرځبندیز هم لګول شوی او د ډېرو کاروبارونه پر ټپه ولاړ دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان دولت او یونیسف د ماشومانو د ملاتړ لپاره دوه کلن کاري پلان لاسلیک کړ.

د پلان له مخې د افغان حکومت بېلابېل وزارتونه او ادارې اړې دي چې د ماشومانو اوسنی ګواښنده وضعیت ډاډمن کړي.

چارواکي وایي، شمېرې یې ښيي چې افغانستان کې شپږ میلیونه ماشومان له خطر سره مخ دي چې د نیمایي هغوی حالت یې بېړنی دی.

لاسلیک شوی کاري پلان په ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کلونو کې پلی کیږي چې بنسټیزه موخه یې د افغان ماشومانو د اوسني ګواښوونکي حالت ښه کول دي.

پلان کې د افغانستان کورنیو او کار او ټولنیزو چارو وزارتونه او بیا عدلي او قضایي ادارې مکلفې شوي چې د ماشومانو د حقونو د ملاتړ لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

له دې مخکې د بخښنې نړیوال سازمان، د بشري حقوقو نړیوالې ادارې او د سره صلیب نړیوالې کمیټې ویلی وو چی په افغانستان کې په جگړه کې ښکېلې ډلې د جگړې له قانون څخه سرغړونه کوي او ملکي وګړي او ماشومان د جگړې قربانیان دي.

په نړیوالو اعلامیو کې د ملکي خلکو په وژنه، طالبان ترټولو زیات تورن شوي دي.

له دې وړاندې بیا یونسېف ویلي و چې افغانستان کې د نژدې څلور میلیونه ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ دی.

جګړه، طبیعي پېښې، کورنۍ بې ځایه کېدنه، کورنی تاوتریخوالی او بې وزلي د افغان ټولنې هغه ستونزې دي چې د ماشومانو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی دی.

بل خوا بیا د بشر حقونو خپلواک کمېسیون ویلې وه چې د امنیتي او ټولنیزو ستونزو له امله، د افغان ماشومانو وضعیت ښه نه دی.

نا امني، بې وزلي او ټولنیزې ستونزې هغه ګواښونه دي چې افغان ماشومان ورسره مخ دي.

خو دا یوازې افغان ماشومان نه دي چې له دغو ستونزو سره مخ دي بلکې، د نړۍ د یو شمېر نورو هېوادونو ماشومان هم د جګړو او نا امنیو او بې وزلۍ له ستونزو کړیږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.