The news is by your side.

موقت حکومت څه زیانونه لري؟

خبریال وېبپاڼه – څرنګه چې په هېوادونو کې موقت حکومتونه د سختې اړتیا او اضطراري حالتونو په وخت کې مینځ ته راځي،چې نور د سیاسي بحران څخه د وتلو لاره نه لیدل کېږي.

خو لنډ مهاله  ته ځکه اکثره د سیاسي علومو پوهان او د نظر خاوندان زړه نه ښه کوي، چې ددې د بریالیتوب او ناکامي وړاندوینه بیخي ناممکنه ده، ډیری وخت بیا داسې کېږي چې خلک په پخواني حکومت شکر باسي، ځکه په لنډ ‌مهال  کې، د ولس  او ملي ګټو پر ځای د ډلو او اشخاصو ګتې ډېرې خوندي کېږي.

د موقت حکومتونو تجربې ښودلې چې څوک ددې تضمین نه شي کولای چې سیاسي ثبات به هېواد کې راشی او کنه، په داسې حال کې چې موخه یې په لږ وخت د ثبات او ټول منلي حکومت راوستل وي.

په افغانستان د مجاهدینو لنډ مهاله  په مکمله توګه ناکامه شو او په کورنۍ جګړه واوښت، بل یې د حامد کرزي په مشرۍ و چې تر ننه یې ونه شوه کولای سیاسي ثبات هېواد کې راولي.

خو د ۲۰۰۱ میلادي کال موقت حکومت دومره وکړای شول چې د ټاکنو له لارې یو ولسواک نظام حاکم کړي او اساسي قانون یې جوړ کړ.

اوسنی سیاسي نظام، د اوسني اساسي قانون په چوکاټ کې، د څه ستونزو په لرلو سره دوام لري، نسبي امن او ثبات یې حاکم کړی

.

ددې حکومت یواځنی وسله وال مخالف  طالبان دي،چې نن سبا ورسره د سولې پڅې خبرې روانې دي.

په افغانستان کې د موقت حکومت زیانونه.

کچېرته په افغانستان کې سیاسي ملي احزاب موجود وای چې د هر قوم او ژبې خلکو په کې ګډون درلو، ددې احزابو رهبران او غړي د قومي ګټو پر ځای په ملي ګټو سره راټول شوي وای، نو بیا ددې امکان لیدل کېدلو چې په داسي حکومت کې به دا رهبران د قومي او شخصي ګټو پرځای، ملي ګټو ته لمړیتوب ورکړي، خو له بده مرغه دلته بیا ټول سیاسي احزاب قومي او ژبنیز جوړښتونه لري.

جنبش د ازبکو، جمعیت د تاجکو، حرکت د هزاره ګانو، حزب اسلامي د پښتنو او داسې نور ټول د قومي او سمتي ګټو په اساس رامینځ ته شوي

.

بله ستونزه دا ده چې دا احزاب بیا د څو کسانو په لاس کې دي، چې ولسي ملاتړ نه لري، او که موقت حکومت هم جوړ شي، نو همدا څو رهبران به بیا حکومت کې ونډه لري، دا اوس چې کوم حالت دی ددې نه به څو چنده بدتر حالت ولرو.

کچېرته لنډ مهاله حکومت جوړ شي، نو روان نسبي نظم او اداره به په مکمله توګه ودرول شي.

ولې به هر څه له مینځه لاړ شي؟

ځکه چې اوسنی نظام او ادارې قانوني مشروعیت لري، دا ادارې هره ورځ احکام، فرمانونه، پیشنهادونه او نورو صادروي او د هېواد چارې د موجودو قوانینو په نظر کې نیولو سره یا نسبي نیولو سره مخ ته وړي، خو که لنډ‌ مهاله حکومت راغی، نو وزارتونه به د قومي مشرانو، عطا محمد نور، عبدالله عبدالله، کرزي، رحماني، محقق، سیاف، خلیلي، قانوني، طالب او نورو په مینځ کې وویشل شي.

هر وزارت به د همغه قوم برخه وګرځي او په ناقانونه توګه به د امکاناتو او واکونو څخه ګټه واخلي، خپل اشخاص به راولي، د خپلو بندو او ناقانونه کارونو سرته رسولو پخاطر به، په ښه درز کې اقدامات وکړي.

د وزارتونو، امنیتي ارګانونو او ادارو په مینځ کې به شته همغږي له مینځه ولاړه شي، ځکه دوی له پخوا یو له بل سره قومي، دیني او ژبنیز رقابتونه او تعصبونه لري او یو د بل سره همکاری ته غاړه نه ږدي.

د راتلونکي دایمي حکومت لپاره به هره ډله،د موقت حکومت ادارې او امکاناتو څخه، لکه کرزي چې په ۲۰۰۴ کال کې وکړل، ګټه پورته کړي او په راتلونکي حکومت کې به، بیا همدا خلک تکراري وینو او هغه به هم په دایمي ډول. هغه وخت به بیا د چا پلار دوی له څوکۍ لرې کړي! لکه عطا محمد نور چې د امنیتي ځواکونو د سرښندنو او قربانیو په زور اشرف غني لرې کړو.

بله خبر داده چې د افغانستان سیاسي جغرافیه د مختلفو نه زغم لرونکو قومونو نه جوړه ده ،او دوی تر اوسه د ملي ګټو پر ځای په قومي ګټو ډېر تمرکز کوي.

دلته موقت حکومت ځکه ښې پایلې نه لري چې ملت په قومونو ویشل شوی. خدای مکړه که لنډ مهاله حکومت راشي، نو دا حکومت به بیا قومي قوتونه د یو آماده باش او دفاعی حالت ته چمتو کړي.

دا وخت بیا  قومي داخلي منازعالت شاته اچول کېږي او د نورو قومونو تر مینځ د ډېر واک ترلاسه کولو رقابت پېلېږي.

قومي ډلې خپل امنیت، اقتصادي ګټې، قومي سیاسي حالت او فرهنګي هویت ته په تشویش کې وي، دوی یو د بل په نیت شک لري او یو بل ته د پخوانیو بدیو او تربګنیو په عینکو کې ګوري، هغه څه چې اوس هم په افغانستان کې له بده مرغه جریان لري.

بله مهمه نقطه داده چې اوس خو حکومت د تهدید نسبي موازنه رامینځ ته کړې ده. يواځنۍ ښکاره او جنګي دښمن یې طالب دی، خو کچېرته لنډ‌مهاله حکومت   راشي نو،  بیا هغه ټولې قومي ډلې چې په پټه یا په تبلیغاتي توګه د حکومت سره دښمني پالي او ګټې یې خطر کې لوېدلي دي، دوی د موقت حکومت غوښتنه ځکه کوي چې خپلې ګټې د لاسته راغلو څوکیو په زور بېرته خوندي کړي، او څرنګه چې اوس دا موجود نظم او اداره د یو جوړ شوي تقسیم اوقات له مخې پرمخ ځي، ګډ وډ شي او د تهدید موازنه به هم له مینځه ولاړه شي، بیا به دې ته لاره نوره هم هواره شي چې هغه پټ قومي او تعصبي د ایرو لاندې اور راتازه شي او تر څنګ به یې د طالب د جنګي ځواک په وړاندې شته هماهنګي،جنګي مدیریت او قومانده له مینځه ولاړه شي.

که موقت حکومت ناکام شو، پوځ او امنیتي ادارې خو به هسې هم کمزوره شوي وي او د جنګ کولو قومنده او امر به هم نه لري، نو بیا خو د طالب په وړاندې چې جنګ یې یواځنی د ګټې وټې لاره، په آسانه به هر څه لاس ته راوړي.

په کانګو هېواد کې د ۲۰۰۲ م کال لنډ‌مهاله حکومت   د جنګي ډلې د مشرانو په شمول مینځ ته راغی،خو هغه ډول چې توقع کېدله جنګ ونه درېدلو او تاوتریخوالی روان و. د جنګي ډلې مشران په موقت حکومت کې ناست و او جنګیالیو یې جنګ ته ادامه ورکړې وه.

دلته هم طالب باندې ځکه باور نشته چې د لنډ‌مهاله حکومت   په جوړېدلو کې به شرکت هم وکړي، خو جنګ به روان وساتي، او بیا به لکه د هدفي وژنو وایي چې دا خو مونږ نه کوو.

ولایت او ولسوالۍ به نیول کېږي، او لنډ‌مهاله حکومت   خو به هسې هم ددوی په لاس کې وي، اردو او امنیتي ځواکونه به وژل کېږي، خو د دفاع حق به هم نه لري، ځکه که دفاع وکړي، نو د دفاع وزیر ته به د طالب د موقت حکومت مشران وایي، چې فرمان صادر کړه چې اردو یو ډز هم په طالب ونه کړي، خو طالب جنګیالي ته به بیا څوک ووایي چې هغوی هم یو ډز ونه کړي، ځکه د طالب جنګیالي خو به د لنډ‌مهاله حکومت   په چوکاټ کې نه وي او نه به یې هویت چاته معلومېږي چې پنجابی ده که عرب.

افغانستان کې او زمونږ په ګاونډ کې د موقت حکومت هېڅ تضمینونکي نشته دي، ګاونډي هېوادونه په ښکاره لاسوهنه کوي او د طالب تر شا ولاړ دي، دوی په سپین سترګۍ سره بیا انکار هم کوي چې مونږ افغانستان کې جنګ نه غواړو، په داسې حال کې چې د طالب ټول اکمالات او تربیت ددوی په خاوره کې کېږي. دا ګاونډیان به بیا د لنډ‌مهاله حکومت   په چارو څو چنده زیاته لاس وهنه کوي.

طالبان به ولې د موقت حکومت ناکامولو  هڅې وکړي؟

دا بیخي یقیني خبره ده چې طالبان به د لنډ‌مهاله حکومت   ګډوډولو هڅې کوي، ترڅو ددوی په اصطلاح جدید او مکمل طالبي اسلامي نظام حاکم شي. د موقت حکومت نور اړخونه او قومي مشران لکه هزاره، ازبک، تاجک او یا ځیني پښتانه خو په هېڅ صورت د طالب افراطي اسلامي نظام نه مني.

د لنډ‌مهاله حکومت   د مشرانو  په مینځ کې به د ځینو آزادیو،قوانینو او د نظام د واک د لېږد په ډول او شکل اختلاف رامینځ ته کېږي، چې پایله کې به طالب، بیا د لنډ‌مهاله حکومت   څخه ووځي او د جنګ له لارې به خپل اهدافو ته ځان ورسوي، هغه وخت به بیا ناکام شوی لنډ‌مهاله حکومت   ددې وړتیا نه لري، چې د طالب د جنګي ماشین او د پاکستاني استخباراتو مخه ونیسي او کابل به یو ځل بیا دوزخ جوړ کړي.

هغه وخت به اوبه له ورخه تېرې وي. د موقت حکومت پاتې غړي به د سر ساتلو په لټه کې، یو خوا او بل خوا منډې وهي، ځانونه به نورو هېوادونو ته رسوي.

خدای مکړه هېواد به یو ځل بیا لوټ او تالا شي. خلک به بې عزته او بې پته شي. افغانان به نور د کلونو کلونو لپاره د ګاونډي هېوادونو او طالبي متشدد اسلام تر چتر لاندې ژوند تېروي. څوک به د خپل حق غوښتنه نه شي کولای او که حق وغواړي،نو بیا به په چمن حضوري او نورو پراخه میدانونو کې د نندارې او عبرت لپاره خلکو ته ښودل کېږي.

څرنګه چې زمونږ دا حکومت د نړیوالو د حمایت وړ دی او برعکس بیا طالب تر سخت فشار لاندې دی، خو د موقت حکومت په جوړولو سره به بیا طالب پوره مشروعیت او ښکاره نړیوال ملاتړ ترلاسه کړي، چې هغه وخت به یې مخه نیول ګران او بیخي ناممکنه وي.

مونږ ټولو افغانانو ته پکار ده چې ددې شومې طرحې مخه ونیسو، اوس یې په کلکه مخالفت وکړو او د خپل نسبي نظم ساتونکي حکومت ساتنه او ملاتړ وکړو او تر څنګ یې د اصلاحاتو راوستلو غږ هم پورته کړو تر څو ولس او حکومت تر مینځ فاصله راکمه شي.

ع.ح.خلیل

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.