The news is by your side.

طالبان چټکه استعفا غواړي، دوی څه ورخطا کړي دي؟

 خبريال وېبپاڼه: څو ورځې وړاندې په مسکو کې د طالبانو د هيئت يوه غړي عباس ستانکزي رسنيو ته په خبرو کې وويل چې که ولسمشر غني استعفا ورکړي نو دوی تيار دي د نوي حکومت په جوړښت خبرې وکړي او بلاخره په دې ډول روانې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.

افغان حکومت په فوري ډول د طالبانو د غړي دا غوښتنه رد کړه او په ځواب کې یې وویل چې افغانان د قدرت د خلا او موقتي حکومتونو څخه سختې ناوړې تجربې لري او په هېڅ صورت بيا د موقت حکومت غوښتونکي نه دي.

طالبان ولې ورخطا دي؟

طالبان په داسې حال کې د افغانستان د ولسمشر اشرف غني څخه د استعفا غوښتنه کوي چې تراوسه دوی د حکومت له ټیم سره بدون له اجنډا په بل هېڅ شي هم توافق نه دی کړی، که څه هم طالبانو د افغان حکومت له استازو سره څو مياشتې خبرې وکړې خو تر پايه صرف د بحث په اصولو باندې توافق وشو او هغه مواد چې په مذاکراتو کې بحث ورباندې کېږي هېڅ تیار نشول په بنسټيزو مسلو باندې هېڅ بحث ونشو او طالبانو د مذاکرې میز پرېښود.

بدون له دې چې دوی د افغان حکومت د استازو سره مذاکرات پيل کړي او په اصلي مسلو باندې خبرې وکړي په فوري ډول روسيې او ايران ته سفرونه کول او هلته د اشرف غني استعفا غوښتل هغه څه دي چې د موقت حکومت لپاره يا ددوی په اصطلاح د نوي اسلامي حکومت د جوړېدو لپاره ددوی بېړه او ورخطايي په نښه کوي.

ددې ورخطايی تر شا د طالبانو وېره پرته ده، طالبان د امریکا د نوي حکومت څخه په وېره کې دي چې داسې نه د امريکا د پخواني حکومت سره ددوی د توافقنامې چې دوی يې لويه لاسته راوړنه بولي په سيند لاهو شي.

توافقنامه ارزول کېږي!

د جوبایډن حکومت يوه اونۍ وړاندې وويل چې د طالبانو سره ژوې توافقنامې ته ژمن دي خو دې توافقنامې ته په یو طرفه ډول هېڅوک ژمن نشي پاتې کېدی، د امريکا ددفاع وزارت ویاند په دې هکله وويل چې طالبان پخپله ددې توافقنامې مادې نه عملي کوي په افغانستان کې يې جګړې ته زور ورکړی دی او د القاعده شبکې سره يې اړيکې نه دي پرې کړې.

تمه کېږي د جوبایډن حکومت د طالبانو سره شوې توافقنامه په جدي ډول وارزوي او په دې برخه کې د زلمی خليلزاد څخه پراخ توضیحات هم وغواړي.

د ناټو نور هېوادونه!

د طالبانو وېره يوازې د امريکا له نوي حکومت څخه نه ده، بلکې د ناټو هېوادونه د ناټو مشر وايي چې په افغانستان کې ددوی شتون د حالاتو سره تړلی دی، که شرايط ښه و، جګړه کمه شوې وه په بين الافغاني خبرو کې پرمختګ شوی و او افغانان جوړجاړي ته نېږدې شوي و نو دوی په افغانستان کې د تل لپاره د پاتې کېدو نيت نلري.

خو په داسې حال کې چې په افغانستان کې جګړې زور اخیستی وی دوی د افغان حکومت او د افغانستان د وسله وال پوځ ترڅنګ ولاړ دي او ملاتړ ته به يې ادامه ورکړي.

 

ليکوال؛ تاج محمد ارين

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.