The news is by your side.

امریکا کې د واورو سخت توپان او بیړنی حالت

خبریال ویبپاڼه/ راپورونه وايي چې د امریکا په نیو جرسي ایالت کې د وارورې او توپان له امله بیړنی حالات اعلان سوی او خلک يې له زیاتو ستونزو سره مخ کړي دي.

د واوروي اوریدلو دا څپه له تیري یک شنبې را په دې خوا پیل سوې چې  د نیوجرسي، په ګډون يې نیویارک او کانټیک ایالتونو ځینې سیمې هم ځپلې دي.

په امریکا د کرونا ویروس له ډيریدولو سره سره دا هم یوه ستونزه ده چې ښايي د دولت مبارزه د کرونا مقابل کې کمزوري کړي ویل کیږي چې دې اورښتونو د یادو ایالتونو په یو شمېر سیمو کې د کرونا واکسین د تطبیق برخه کې یو شمېر ستونزې هم پیداکړې چې اندېښنې يې راسربیره کړې دي.

په نیویارک او بوسټن کې د نورو اقداماتو سره سره یو شمېر الوتنې هم ځنډول سوې، او په ساعت کې اتیا کیلومتره دا چټک توپان لاهم روان دی او پر ډیری سیمو کې د واورو ارتفا تر ۶۰ سانتي مترو پوري رسیدلې ده.

اوس دولت په نیویارک او نیوجرسي ایالتونو کې سمدلاسه بیړنی حالت اعلان کړی، د دې ترخوا چې سخت توپان اوکنګل دی د دې ایالتونو په سمندرغاړو کې د اوبو کچه لوړه سوې او زیات شمېر لارې يې هم بندې کړې دي.

دا چې د راتلوونکو خطرونو څخه په امان کې و اوسي دولتي چارواکو د بسونو او اورګاډو سفرونه هم ځنډولې او پر بې ځایه سفرونو يې بندیزونه لګولي دي

په کانټیک، نیوجرسي فلاریلفلیا، نیویارک روډایلنډ او واشنګټن کې هم د کرونا د مخنیوی د واکسین لګولو نوبت لغوه سوی، ښايي د کرونا د خپراوي همدا ښه موقع وي چې امریکایان به نور هم وځپي.

کرونا په امریکا کې؟

د نړۍ په کچه امریکا هغه هېواد دی چې کرونا پکښي نژدې ۲۷ میلیونه کسان پرې اخته دي چې له جملې څخه یې تراوسه پوري ۴لکه ۵۴ زره کسان يې مړه کړي، او لاهم هره شېبه دا امکان سته چې دا شمېرې لوړې سي.

اندېښنې دادي چې په امریکا کې زیاتو کسانو د کرونا د واکسین لپاره د نوبت لپاره نومونه لیکلي خو په کوم ایالتونو کې چې بیړنی حالت اعلان سوی د واکسین نوبتونه لغوه سوي او خلک يې په زیاتو اندېښنو کې اچولي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.