د نیکه ناول او د اهنګر دکان
خبريال وېبپاڼه؛ نيکه ناول ښاغلي نصير احمد احمدي په 2020م کال کې په 195 مخونو کې چاپ کړ . کسه يې د افغان وطن د وياړلي شخصيت ميروائس خان نيکه پر غورځنګ، پر سياسي ویښتابه، پر قامي شعور ، پر ملي وحدت ، د وطن او خاوري پر تشخص، پر زوړورتيا، پر ملي واک و اختيار ، او په ځانګړې توګه پر ازادۍ او په قام کښې پر طبقاتې بالادستي را ګرځې .
ناول ليکي :
چې ميروائس خان نيکه ملي تجار وو، په کندهار کې د شاه حسين صفوي ايراني استعماريت قبضه ګر ګورګين واکمني درلوده، يوه ورځ ميروائس خان نيکه د هندوستان څخه په تجارتي قافله کښې کندهار ته روان دئ، يو کلي ته رسېږي، که ګوري د کلي په ګودر کې د انسانانو سرونه پراته دي، پل ورپسې اخلې کلي ته ورځي، ټول کلی سوځل سوی دئ، ديګونه د غوښو ډک پر نغري باندي پاتې شويدي، نيم انسانان سوځلي دي، د نيمو لاس پښې پرې کړل سويدي، په اخر کې پښتنه سينګار سوې ناوۍ موندل کيږي، چې په ظلم وژل سوېده .کسه داسي ده چي په کلي کې واده دئ.
ګورګين خپل عسکر ورلېږلې دي چې دا ناوې دي اوله شپه زموږ مېلمنه شي، د ښځي ننګ وو ، ټول کلي ځانونه پر قربان کړه ، په اخر کې ناوې يا ناوکۍ د خپل پلار په تور ځان وواژه او قام ته يې د سپېڅلی ننګ، انتقام، او د ازادۍ بيکن ورکړ ، ميروائس خان نيکه وژاړي خپلي اوښکي په شمله پاکې کړي ، بس ټولي هيلې يې مړې شي، خو د خپلواکۍ او ازادۍ هيله نوکاري ورجګوي . کور ته راځې شاه حسين هوتک،شاه محمود هوتک او لور زينب په غېږ کې نيسي . مسافر چي کور ته ورسېږي، نو خوشاله وي خو ميروائس خان نيکه ژاړي ….
ناول ليکي :
يوه ورځ ميروائس خان نيکه د يو اهنګر په دکان کې ناست دئ، اهنګر چای ور اچولي دي، او د ازادۍ کسې ورته کوې، اهنګر د ګورګين د فوځ دپاره توري ،خنجري، زولنې او زنځيرونه تياروي چې په هغه افغان بچي وهل کيږي يا تړل کيږي، خو فکر يې دومره د افغانیت څخه ډک دئ، چې په خيال کې د ازادۍ کسې ګرځوې او پر خپل وطن دمره مئين دئ، چې يوه ورځ ګورګيني جنرل حسين خان ورته راځې ورته وايې چې زولنې دي کمزوري جوړي کړي دي هغه بله ورځ لا يو زنداني زولنې ماتې کړې خو ونه تښتېدئ او وويشتل سو ، نو کمزوري زولنې د ازادۍ دپاره علامتي ږغ دئ، اهنګر شعوراً زولنې کمزوري ورته تياري کړي وې ولي چې د ميروائس خان نيکه سره يې د ازادۍ تحريک پټ روان کړی وو، د ميروائس خان نيکه په مغزو کې د ازادۍ داسې شور پيدا کيږي، چې اول مبارزه د خپل کور څخه شروع کوي ، کور ته راځې شاه حسين په ژړا ورځغلي چي بابا بابا ! تا چې ماته د هندوستان څخه اس راوړی وو ، د هغه پښه شاه محمود ور ماته کړه …
ميروائس خان نيکه شاه حسين په غېږ کې ټينګ ونېوئ، په ژړغوني ږغ يې ورته وويل چې
زويه ! ژاړه مه . تا ته اوس بابا سم اس په لاس درکوي، خيالي اسونه نور وغورځوه. او بل خبره واوره زويه !! قطعا چې بيا ونه ژاړې …
واه ! هم دغه د ازادۍ درس بلل کيږي.
ناول ليکي :
ميروائس خان نيکه ټوله شپه ويښ وي ، او د ځان سره ګډ يعني ږغېږي، بس يوه مسته هيله ورسره پاتې ده چې ازادي يا مرګ .
لاري و ګودري سنجوي، چې څنګه قام ازادۍ ته تيار کړم، هغه پاشلی قام چې نيم د ګورګين په دربار کې معاش خواره دي، او نيم په غرونو کې ورک دي ، لوږه ده ، غربت دئ، وبا ناروغي پر قام روانه ده ، په پراخ وطن کې پاشلی پروت دئ ، څنګه ملي يوالی ورکړم ؟
د شاه حسيني امپراتورۍ ، د ګورګين د جوړ فوځ، زياتو اسلحو او جوړ نظام په خلاف دغه بيده قام ، ضعيف، وږی ، ناخبره، نالوستی، غير سياسي، په غلجي و دراني بیشلی اولس څنګه د صفوي امپراتورۍ د ظلم او غلامۍ په وړاندي د ملي یوالي په سنګر کې ودروي .
ناول ليکي :
ميروائس خان نيکه کور په کور تګ کوي ، بلنه مهم کوي ، پښتانۀ راټولوي، په تکه توره تياره کې چي سره معلوميږي نه، غونډي کوي ، د مېلمستيا په نوم د قبيلو د مشرانو سره ږغېږي، د ميروائس خان نيکه جنګي ټېکټيک سياسي دئ، په جرګو کې يې د خبرو څخه معلوميږي،
په يوه جرګه کښې د ګورګين د جنګي وسائلو يادونه کيږي ، يو پښتون مشر ږغ کوي چي که دوی جنګي اکمالات لري ، نو موږ غيرت لرو …
ميروائس خان نيکه ورته وايې چې د غيرت سره چې عقل نه وي ملګری، نو هغه غيرت د انسان په ځانمرګي (خودکشي) بدلېږي.
په ټول وطن کې جرګې کوي ، سيدال خان ناصر د ستر جنرل دويم مرستيال په حيث ورسره مرسته او ملګری کوي ، د لوی کندهار ټول اولس خبروي، د ګورګين شک پيدا کيږي، ميروائس خان هوتک اصفهان ته لېږي، هلته د خپل غښتلي سياست په سوب ځان د شاه حسين صفوي تر څنګه رسوي، بډي ( رشوتونه ) و لويو لويو درباريانو ته ورکوي ، هلته په وطن کې سيدال ناصر او يحيا خان هوتک ، خلک راټولي ، حاصلات ټولوي، په هغه توفکې رانيسي. خو د افغان اولس جنګ ته نه تياريږي، ولي چې دوی به ويل چې ګورګين خو مسلمان دئ ، نو د هم دغه خبري د خلاسون دپاره ميروائس خان نيکه حج ته ځې د هغه ځای څخه د جهاد فتوا راوړي ، چې خپل اولس د ازادۍ د جنګ دپاره تيار کړي. تر اوږده زندان ورسته ميروائس خان نيکه کندهار ته راځې، کور ته نه ځې په کوکران کې جرګه رابولي .
پر کندهار افغان زلميو بريد وکړ ، د ميروائس خان نيکه په جنګي تېتک ګورګين د کندهار ښار څخه دباندي د افغان ننګياليو په توره وژل کيږي ، ټول عسکر يې وژل کيږي ، په دغه بريد کې هزاره ، او بلوڅ ځوانان هم تر خپله وسه جنګيږي ،
خو جنګ ، جنګ وياړلي افغان بچي سيدال ناصر په افغاني توره ، لکه تندر د ايراني عسکرو پر سرونو د مرګ د ژرندي په رنګه وچلېدی . پښتنې چيغې به يې پر افغان زلميو وهلې چې
ازادي زنده باد ، افغان زنده باد ، ميروائس خان زنده باد .
ناول ليکي
چې ميروائس خان پر پښتنو نعرې وهلې چې ګورئ، ظلم به نه کوئ، سپين ږيری، ماشوم ، ښځه ، به نه وژنی دا زموږ کلتور نه دئ، چې څوک تسليم شي هغه به نه وژنی ، د زندانيانو سره ښه سلوک کوئ، د جنګ د ميدان څخه به هيڅ شی د مال غنميت په نوم نه وړی ، دا ټول د افغان اولس دي.
ناول ليکي
کله چي کندهار فتح شو په نارنج ماڼۍ کې د جنګې او قومي مشرانو جرګه کيږي. په جرګه کې پر يوه نقطه بحث کيږي چې ايران امپراتوري د ګورګين غچ اخلي نو تياری په کار دئ، ميروائس خان نيکه سيدال ناصر ته امر کوي چې ته ولاړ شه پر ټول پښتون افغان قام باندي وګرځه چې راځئ ننګ دئ، خپله خاوره او خپل وطن وساتو .
سيدال په ځواب کې ورته وايې چې ته به ځې ولي چې قام ستا په خوله کوي ستا ملګرتیا کوي زکه چې ته د وطن او قام نيکه يې ..
ميروائس نيکه تياريږي نو جرګه ورته وايې چې ستا خپل بچيان هم درسره بوځه داسي نه وي چې موږ کلا بند سو بيا به ستا بچيان هم راسره کلا بند وي .
ميروائس خان نيکه ورته وايې چې زما بچيان د هيڅ پښتون افغان تر بچيانو نه دي بهتره ټول وطن زما کور دئ، او ټول قام زما بچيان دي که وچه وه که سپوره وه په شريک به يې خورو ..
زکه خو د افغان نيکه بلل کيږي ..
ميروائس نيکه پر ټول وطن ګرځې لويې پښتونخوا ته راځې واپس کندهار ته روانيږي په هلمند کې خبر سي چې خسرو خان د ګورګين وراره کندهار کلا بند کړی دئ شپږ مياشتې وروسته په کندهار کې د اولس د لوږي څخه وژنه پېل سې ، ميروائس خان نيکه د خسرو په لښکر کې اوور بل کړي او کلا بندي ماته کړي ..
ميروائس خان نيکه کندهار ته ننوزي، څه ګوري چي خلک ټول پر سړکونو پراته دي د اوبو اوبو نعرې وهي ، ميروائس خان پر لښکر ږغ کوي چي ژر تر ژر د خوراک او څښاک بندوبست وکړئ ، ټوله ورځ د قام په خدمت اخته وي خپل کور او اولاد يې هېر وي ..
خولې پر را ماتې دي ستړی ستومانه دئ چې پر اوږه يې يو رېږدېدلی لاس چې ګوتي يې ډيري ډنګري شويدي اېږدي. ميروائس خان نيکه په بېړه ورته ګوري يوه ډنګره انجلۍ ده .. نيکه ږغ پر کوي چې څه غواړې زويه ؟
انجلۍ ورته وايې چي بابا تا وپېژندلم ؟
ميروائس خان نيکه ورته وايې چي نه زويه ..
انجلۍ ورته وايې چي بابکه زه زينبه يم .
ميروائس خان يې په غېږ کي نيسي او د شاه محمود او شاه حسين پوښتنه کوي
زينبه ورته وايې چي بابکه شاه حسين هغه دئ ولاړ دئ چول وهلو ته اوبه ورکوي او شاه محمود د لوږي نه سي ولاړېدلای.
ميروائس خان نيکه ورته وايې چې مور مو چيري ده .؟
زينبه ! بابکه هغه په نارنج ماڼۍ کې د ناروغانو خدمت کوي .
واه ! جارسم دغه ته نيکه وويل کيږي ، دغه ته وياړ افغانستان او وياړ افغان وويل کيږي .. نو
وخته ! بيرته راشه يو افغان وزېږوه.
ليکوال؛ فضل آشنا
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.