د حکومت لمړي قونسل ته د سرو زرو د مډال ورکړه!
خبريال وېبپاڼه؛ په خیبرپښتونخوا کې د افغانستان د لوی قونسل نجيب احمدزي هڅې ستايل شوې دي، هغه چې دغلته يې په يوه لويه غونډه کې ګډون کړی و د ګډونوالو څخه د مننې وروسته وويل چې د دواړو لورو ترمنځ به د تجارت او سوداګرۍ د زياتوالي او په دې برخه کې د سهولتونو د رامنځته کولو لپاره کار کوي.
ښاغلي احمدزي ته په دې غونډه کې د پاکستان د ټول او ايالتي تجارتي ريس له لوري د سرو زرو مډال ورکړل شو او دده له هڅو څخه مننه وشوه، د پاکستان د تجارتي چارو لوی ریس د ښاغلي احمدزي هڅې د سوداګرۍ د پراختيا په برخه کې وستایلې او همدا راز په دې غونډه کې ده ته د نورو معتبرو بنسټونو له لوري ورته ستاينليکونه او تقدير نامې ورکړل شوې.
په دې غونډه کې د پاکستان د سوداګريزو بنسټونو مشرانو د ايران د قونسل نه شمول نورو مهمو کاروباريانو ګډون کړی و.
ښاغلي احمدزي غوندې ته په وينا کې وويل چې په افغانستان کې سوادګرۍ او پانګونې لپاره مزيد فرصتونه رامنځته شوي دي، ده په دې هکله موجودو ګډونوالو ته مالومات ورکړل او دوی ته یې وويل چې له موجود فرصت څخه ګټه واخلي.
احمدزي زياته کړه چې دده ټوله هڅه به دا وي چې د افغانستان او خیبرپښتونخوا او پاکستان ترمنځ سوداګرۍ ته پراختيا ورکړي په دې لاره کې موجود خنډونه لرې کړي او د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د پام وړ اسانتياوې او سهولتونه رامنځته کړي.
د غونډې په پای کې راغلو سوداګرو ژمنه وکړه چې دوی به د افغانستان خيبر پښتونخوا او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د ودې لپاره پخپل ټول وس سره کار او هڅه کوي.
په خیبر پښتونخوا کې د افغانستان د قونسل هڅې په داسی وخت کې ستايل کېږي چې افغان سوداګر د خیبر پښتونخوا او پاکستان سره د سوادګرۍ په برخه کې تل د ستونزو څخه سرټکوي او وايي چې پاکستاني چارواکي يې په یوه او بل نامه ځوروي او دا هرڅه په پای کې ددی سبب کېږي چې دوی هم په بېلابېلو نومونو پيسې ورکړي او هم یې مواد او مال زيان وويني.
سوداګر تمه لري چې په خيبر پښتونخوا او پاکستان کې د افغانستان استازي د پاکستاني چارواکو سره په داسې يوه کړنلاره سلا شي چې ددواړو لورو سوداګرو ته پکې د ۲۱ پېړۍ مطابق اسانتياوې رامنځته شوې وي او د ددواړو لورو ترمنځ سوداګري په چټکۍ سره وده وکړي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.