The news is by your side.

د زيات وخت لپاره د متيازو ساتلو خطرناک زیانونه

خبريال وېبپاڼه؛ له بده مرغه بايد ووايو چې زموږ په ټولنه کې د متيازو زیات ساتل عام دي، ډېری خلک دي چې کله حس وکړئ چې بايد اوس تشناب ته ولاړ شي نو د خپلې مثانې سره يې ضد وي او تر هغه ناست وي ترڅو یې چې په مثانه کې نور ځای پاتې نشي.

ددې ټولو اصلي سرچینه د طبي مالوماتو کم والی دی، که ډېری خلکو ښوونځي حداقل لوستی وی او په سم ډول يې لوستي وی نو بیا ددې کار په زیانونو کم او زيات پوهېدل او دا کار يې نه کاوه.

د زیات وخت لپاره متيازې ساتل ددې سبب کېږي چې د مثانې حجم زيات شي، که څه هم کېدی شي ځینو کسانو ته د مثانې لږ لويېدل کومه ستونزه غوندې ښکاره نشي خو حقيقت دادی چې څه موده وروسته مثانه خپل لومړي خواص له لاسه ورکوي، له دې وروسته يوه ستونزه دا پيدا کېږي چې کله يو کس متيازې وکړي نو دا حس ورسره پيدا کېږي چې يو څه متيازې يې پاتې شوې دي.

يانې مثانه په کامل ډول نه خالي کېږي او يو څه متيازې پاتې کېږي، دا ددې سبب کېږي چې هلته دا لږ متيازې پاتې شي او که زيات وخت ورباندې تېر شي نو کېدی شي ناوړه تعاملونه هم رامنځته کړي.

مثانه چې کله خپل اصلي حجم له لاسه ورکړي او پراخه سي نو بيا ورباندې انسان خپل کنټرول هم يوه اندازه له لاسه ورکوي، کله چې دا ستونزه پيدا شوه نو بيا يو کس نشي کولی خپلې متيازې داسې ټينګې وساتي لکه پخوا، ددې سره به يو کس د متيازو د تويېدو د حس سره ځان مجبور ګڼي کې فورا خپله مثانه خالي کړي.

په مثانه د کنټرول کمېدل په متيازو د کنټرول کمېدو په مانا ده، دا بيا وروسته په اينده کې نورې ستونزې هم راجوړوي او د انسان د ژوند کيفيت د پام وړ په کچه راټيټوي.

د زياتو متيازو ساتلو يو بل ناوړه زيان هم د متيازو د موادو تعاملونه دي، کله چې متيازې د زيات وخت لپاره په مثانه کې پاتې شي نو ځینې وختونه د مثانې څخه بېرته په شا حرکت کوي او دلته امکان لري د نورو پاتې موادو سره کيمياوي تعاملونه وکړي او په پای کې لکه د مثانې ډبرې غوندې مضر شيان رامنځته کړي‌.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance