The news is by your side.

د اردوغان څخه د يوې واده کړې مېرمنې سخته ګيله

خبريال وېبپاڼه؛ په ترکیې ددې هېواد د حکومت له لوري د یوه زنداني مېرمنې د رجب اردوغان څخه ګيله او په هغه باندې نیوکه کړې ده.

بشک ديميرتاش چې د يوه کورد سیاستوال مېرمن ده وايي چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د کورونا ويروس د خپرېدو په بهانه دا او نورې مېرمنې نه پرېږدي چې په زندان کې د خپل خاوند ليدنې ته ورشي نو پخپله لویې غونډې جوړوي او په زرګونو کسان راټولوي.

د ترکیې په ولسمشر په دې هېواد کې نيوکې په زیاتېدو دي، د سياسي ګوندونو مشران په اردوغان نیوکه کوي چې ددوی د غونډو يا لاریونونو مخه په دې نوم نيسي چې د کورونا ويروس د خپرېدو مخه ونيول شي خو پخپله بيا لويې غونډې نيسي او په زرګونو کسان راټولوي.

بشک ديميرتاش د صلاح الدين ديميرتاش مېرمن ده، صلاح الدين ديميرتاش يو کورد سياستوال دی هغه د خلکو د ديموکراتيک ګوند مشر دی، نوموړی کلونه کېږي د تروريستانو د ملاتړ په جرم په زندان کې ساتل کیږي.

صلاح الدين ديميرتاش به پخپلو غونډو کې په ښکاره د پي کې کې چې د ترکيې، امريکا او اروپايي ټولنې له لوري د يوې تروریستي ډلې په صفت پېژندل کېږي، ملاتړ کاوه.

مېرمن يې وايی چې د کورونا ويروس د راپيدا کیدو راهيسې د خپل خاوند سره ورته ليده کاته ګران شوي دي، دا زياتوي چې په ترکیه کې د کورونا ويروس له امله رامنځته شوي محدوديتونه ددې هېواد د حکومت له لوري د مخالفینو په وړاندې د يوې وسلې په توګه کارول کیږي.

دا وايي حکومت د نورو سياسي ګوندونو په غونډو، د هغوي د پلویانو په لاريونونو بنديز لګوي، هغوي نيسي جريمه کوي يې او ان زندان ته يې اچوي خو پخپله بيا د خپلو پلویانو لویې غونډې جوړوي او د کورونا ويروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره ټاکل شوي محدوديتونه نه مراعات کوي.

د ترکیې هېواد حکومت د مخالفينو په وړاندې د زور کارولو او د هغوي زندانونو ته په استولو تورن دی، په ځانګړي ډول د کورد قوم په وړاندې ددوی په سیاستونو باندې نيوکې زیاتې دي.

خو‌ حکومت په دې باره کې پر ډول نيوکه رد کوي او وايی چې دا ددې هېواد ددښمنانو خبرې او تبليغات دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.